تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بېلاروس له پولنډ سره پر پوله ایسار کډوال کمپ ته لېږدولي
بېلاروس کې چارواکي وايي، هغو نژدې ۱۰۰۰ کډوالو ته یې په موقت ډول سرپناه چمتو کړې، چې له پولنډ سره د دې هېواد پر پوله اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د ننوتو لپاره منتظر وو.
بل لور پولنډ کې چارواکو تایید کړې، د چهارشنبې پر ورځ د بېلاروس لوري ته د کډوالو له ستره کمپه د چهارشنبې پر ورځ خلک ووتل.
تر میاشتو پورې د بېلاروس لوېدیځې پولې شاوخوا کې زرګونه کډوال نارینه، ښځې او ماشومان یو ځای کېدل.
پر بېلاروس تور پورې کېده، چې په لوی لاس دغه کډوال چې ډېری له منځني ختیځه راغلي، د پولې لور ته تلو ته هڅوي او غواړي په اروپا کې بې ثباتي رامنځته کړي.
د بېلاروس واکمن الکساندر لوکا شینکو بیا دغه تورونه ردوي چې ګواکې د اروپايي ټولنې له لوري پرې لګېدلو بندیزونو غچ اخیستو لپاره کډوال هڅوي چې د پولې سیمې ته لاړ شي.
د سې شنبې پر ورځ د بېلاروس او پولنډ تر منځ هغه مهال وضعیت خورا کړکېچن شو، چې پولنډ پوله ساتو ځواکونو خپل هېواد ته د کډوالو ننوتو مخنیوي لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او پر کډوالو یې اوبه وشېندلې.
یو شمېر کډوالو پر پوله د یوې کلکې تړل شوې دروازې له لارې پولنډ ته د ننوتو هڅه وکړه، پر پولنډي ځواکونو یې د ډبرو ګوزارونه وکړل، چې پایله کې یې یو شمېر ټپیان شوي دي.
دغه کډوال داسې حال کې د دواړو هېوادونو تر منځ سخته یخنۍ کې بې سرپناه او له خورا لږ خوړو سره شپې سبا کوي، چې یوه لور ته یې ګڼ شمېر پولنډي او بل لور ته یې بېلاروس امنیتي او پوله ساتي ځواکونه ولاړ دي.
دې حالت کې د یوې اونۍ له تېرېدو وروسته پر چهارشنبه بېلاروس چارواکو وویل، کوزنیکا پوستې ته نژدې یې په یوه ټرانسپورټ او لوژستیک مرکز کې د دې کډوالو لپاره موقته سرپناه چمتو کړې.
د بېلاروس دولتي خبري اژانس بېلتا هغه تصویرونه خپاره کړي چې په دې پناه ځای کې یو شمېر کډوالو په کمپلو کې پټ پر نیالیو پراته لیدل کېږي او د خوراکي توکو کڅوړې یې څنګ ته ایښې دي.
بل لور د عراق هوايي شرکت مسوولینو تایید کړې، چې بېلاروس ته به د خپلو کډوالو بېرته ستنولو لپاره پر پنجشنبه یوه الوتکه واستوي.
اروپايي ټولنې د منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو غوښتي چې بېلاروس ته الوتنې لغوه کړي او یو شمېر هغو ورسره منلې ده.
پولنډ د اروپايي ټولنې سره په همغږۍ ویلي، ژمن دي چې اروپايي ټولنې ته به د کډوالو ننوتو اجازه ور نه کړي، خو خبرداری ورکوي چې پر پوله دغه بشري ستونزه ښايي تر میاشتو پورې دوام وکړي.