تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلېنکن: قطر به افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتنه کوي
د امریکا بهرینو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي قطر ورسره منلې چې افغانستان کې به د امریکا د ګټو ساتنه کوي.
په واشنګټن کې د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره د ښاغلي بلېنکن په ستراتيژیکو خبرو کې پرېکړه شوې چې قطر به له طالبانو حکومت سره د امریکا رسمي اړیکو لپاره اسانتیاوې چمتو کوي، چې امریکا یې په رسمیت نه پېژني.
ښاغلي بلېنکن یوې خبرې غونډې ته وویل:
''قطر به افغانستان کې په خپل سفارت کې یوه برخه پرانیزي، چې ځانګړي کونسلي خدمتونه به وړاندې کړي او په افغانستان کې به د امریکا دیپلوماتیکو ودانیو د امنیت وضعیت وڅاري. ''
نوموړی وايي، د یوه بل توافق له مخې قطر امریکا ته د هغو افغانانو سفر اسانیتاوې چمتو کوي چې ځانګړې امریکایي ویزه 'ایس ای وې ' ورکول کېږي.
د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني همدې خبري غونډې ته وینا کې وویل:
''د قطر او امریکا تر منځ دوستي سږ کال هغه مهال لا نژدې شوه، چې له افغانستانه نژدې ۶۰ زره کسانو ایستلو قطر او امریکا ګډو فعالیت وکړ. ''
نوموړي زیاته کړه، هېواد یې په افغانستان کې له امریکا سره د همکارۍ دوام ته ژمن دی.
نوموړی وايي، افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره له طالبانو سره تعامل ''ډېرمهم '' دی.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا او ځینې نور لوېدیځ هېوادونه د قطر له دوحې د افغانستان چارې پر مخ بیايي.
قطر له ۲۰۱۱ کال راهیسې د طالبانو سیاسي دفتر او له امریکا سره د طالبانو خبرو کوربتوب هم کوي.
امریکا او ډېری اروپايي هېوادونو تر اوسه په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو ته تمایل نه دی څرګند کړی، خو افغانستان ته د بشردوستانه مرستو استولو لپاره ټینګار کوي.