مودي: افغانستان کې ګډوډې دې څوک د ځان په ګټه نه کاروي

د خپرېدو وخت

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې ویلي چې هېڅ هېواد باید په افغانستان کې روانه ګډوډي د ځان په ګټه و نه کاروي.

ښاغلي مودي دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره ګډ کار وکړي.

ښاغلي مودي ټینګار وکړ چې دا خبره باید باوري کړل شي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ د خپرولو او ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

هغه پرون له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره لیدنه کې هم له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

دغه راز ټاکل شوې چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځیدلي دولت استازی غلام اسحاقزی سبا دوشنبه (د سپتمبر ۲۷مه)دغه سازمان ته وینا وکړي .

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړي چې د دغه سازمان ویاند سټیفان دوجاریک د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان استازی چې نوم یې د ویناوالو په نوملړ کې لیکل شوی غلام اسحاقزی دی.

غلام اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني دولت استازی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو غوښتنه کړې وه چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته دې اجازه ورکړل شي چې دافغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته وینا وکړي.

په دې اړه پریکړه د ملګرو ملتونو هغه کمیټه کوي چې د روسیې امریکا او چین په ګډون نهه غړي لري او دغه کمیټه د معمول له مخې اکتوبر او یا هم نوامبر میاشت کې غونډې کوي.

طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي.

دغه راز طالبانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته په استولي لیک کې په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه ورپېژندلی دی.

طالبانو په خپل لیک کې استدلال کړی چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني دولت د استازي غلام اسحاقزي کاري دوره پای ته رسېدلې.

رویټرز خبري آژانس په دې تړاو په خپل رپوټ کې ویلي د عمومي ناستې له قانون سره سم، تر هغه چې د باورلیک کمېټې پرېکړه نه وي کړې، ښاغلی اسحاقزی به پر خپلې څوکۍ پاتې وي او له مخکې نه جوړ شوي پلان پر بنسټ ښاغلي اسحاقزي ته سبا دوشنبه چې د ناستې وروستۍ ورځ ده د وینا وخت ورکړل شوی دی.