تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قطرۍ الوتکې له لارې يو شمېر نور بهرنيان له افغانستانه ايستل شوي
د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي د جمعې پر ورځ د يوې قطرۍ الوتکې له لارې له کابل هوايي ډګره يو شمېر بهرني وګړي ايستل شوي دی.
ويل کېږي په دغه الوتکه کې د امریکا، بريتانيا، جرمني، هالنډ، ايټاليا او ځينو نورو هېوادونو اتباع هم شامل دي.
له هغه راهيسې چې امريکا په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوه دا درېيمه الوتکه ده چې له افغانستانه خلک لېږدوي.
زلمي خليلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه د دې کار له امله خوښي څرګنده کړې ده او ليکلي يې دي: "لکه څرنګه چې ولسمشر بايډن ويلي په افغانستان کې د امريکايي وګړو د پاتې کېدو لپاره کومه وروستۍ نېټه يا ضرب الاجل نشته. موږ د دغو کسانو ايستلو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ يو".
د یادونې وړ ده چې له کابل هوايي ډګره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې دا هوايي ډګر بېرته ورغاوه او اوس له هغه ځايه الوتنې پيل شوې دي.
له دې وړاندې د قطر، پاکستان او ايران مساپر لېږدونکې الوتکو هم کابل ته الوتنې لرلې.
په افغانستان کې لا هم امریکايي، بريتانيو او د ځينو نورو هېوادونو اتباع پاتې دي چې طالبان وايي، بهرنیان او هغه افغانان چې د سفر قانوني اسناد ولري، کولی شي چې بهر هېوادونو ته ولاړ شي.
په ورته وخت کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت وايي د دغه هېواد د خيريه موسسې له خوا چمتو شوې بشري مرستې د الوتکې له لارې د کابل هوايي ډګر ته رسېدلې دي.
ياد وزارت پر ټوېټر پاڼه ليکلي چې دا شپږم الوتکه ده چې ۲۰ ټنه خوراکي توکي په کې افغانستان ته استولي شوي او وايي پر اړمنو کسانو به وويشل شي.
قطر په داسې حال کې افغانستان ته مرستې لېږي چې ملګرو ملتونو وړاندې ویلي وو چې دې هېواد کې کابو ۱۸ میلیونه وګړي چې د نفوس نیمايي کېږي مرستو ته اړتیا لري او په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د دوهمې روانې وچکالۍ له امله، اوسمهال د تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.