تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: د 'تور ليست' په اړه د امریکا دریځ له دوحې تړون سرغړونه ده
طالبان وايي د امریکا له خوا په تور لست کې د ځینو طالب مشرانو د نومونو راوستل د دوحې له تړونه سرغړونه ده.
طالبانو په دې اړه په خپرې کړې اعلامیې کې ویلي د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان د سرپرستې کابینې او د حقاني د کورنۍ ځیني غړي په تورو او د هغو کسانو په لستونو کې دي چې غواړي په نښه یې کړي.
طالبان وايي اسلامي امارت د امریکا دا دریځ په څرګند ډول له امریکا سره د دوحې له تړونه سرغړونه بولي چې نه د امریکا او نه هم د افغانستان په ګټه دی.
اعلامیه زیاتوي چې د فقید حقاني د کورنۍ غړي په اسلامي امارت کې شامل دي او کوم بل جلا نوم او تشکیلات نه لري.
د طالبانو له خوا په اعلامیه کې زیاته شوې چې له کوم استثنا پرته د اسلامي امارت ټول چارواکي له امریکا سره په خبرو کې ښکیل وو او باید چې نومونه یې د ملګرو ملتونو او امریکا له تورو لستونو لري کړای شي او د دوی دا غوښتنه اوس هم په خپل ځای ده.
طالبان ویلي د امریکا او نورو هېوادونو له خوا پارونکي نظرونه غندي او د امریکايي چارواکو له خوا دغه دول څرګندونې تېر تجربو ته یې په کتو د امریکا په زیان بولي.
طالبانو غوښتنه کړې چې څومره ژر کېدای شي د امریکا دا دریځ په دیپلوماتیکه راشه درشه بدل شي.
د امریکا په تور لست کې څوک شامل دي؟
په افغانستان کې د اعلان شوې سرپرستې کابینې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشر دی.
دا شبکه د طالبانو ملاتړې ګڼل کېږي او په تېرو دوو لسیزو کې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هغه خونړي برید په ګډون چې څه باندې ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول د ګڼو خونړیو بریدونو مسوول بلل کېږي.
دغه راز امریکا حقاني یوه بهرنۍ ترهګره شبکه بولي او وايي چې له القاعده سره نژدي اړیکې لري.
د امریکا د فیدرالي ادارې ایف بي ای د معلوماتو له مخې د سراج الدین حقاني لټون په دې خاطر کېږي چې د ۲۰۰۸م کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې پر یوه هوټل د برید په اړه ترینه تحقیقات وشي.
په دغه برید کې د یوه امریکايي وګړي په ګډون شپږ کسان وژل شوي وو.
د نوموړې امریکايي ادارې له خوا د سراج الدین حقاني پر سر د پنځو میلیونو ډالرو جایزه هم اېښودل شوې ده.