افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ؛ ملي بیرغ کې سل کلن بدلون

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, احمد سیر کاکړ
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
افغان حکومت نن د زمري اومه د ملي بیرغ ورځ اعلان کړې ده. په دې ورځ افغان بیرغ ټول هېواد کې رپاند وي.
افغان ملي بیرغ تېرو سلو کلونو کې بدل شوی دی. هر حکومت او سیاسي ډله چې واکمنه شوې د خپل لیدلوري او سیاسي او فکري اخیستون له مخې یې د دغه هېواد بیرغ بدل یا یې پکې بدلون راوستلی دی.
د افغانستان اوسنی بیرغ تور، سور او زرغون رنګ لري، چې اول ځل د شاه امان الله خان حکومت کې د ۱۳۰۷ لمریز کال لویه جرګه کې تصویب شو.
له هغه وروسته افغان ملي بیرغ کې ډېر بدلون راغی، خو پر ۱۳۸۲ لمریز کال بیا هم هماغه درې پخواني رنګونه خو په لږ توپیر د افغانستان اساسي قانون کې درج شول.
افغانستان کې بیرغ کارول تاریخي مخینه لري او ویل کېږي د افغانستان د لومړني پاچا یما له واکمنۍ راهیسې تراوسه کارېږي.
د افغانستان علومو اکېډمۍ غړی، تاریخپوه او لیکوال استاد حبیب الله رفیع وايي، شاه امان الله خان افغان ملي بیرغ ته د درې رنګونو غوره کولو سره غوښتل د خلکو مبارزه پکې منعکسه کړي.

د عکس سرچینه، Social Media
د ښاغلي رفیع په خبره، تور رنګ د افغانستان د اسارت دوره ښيي، سور رنګ د خپلواکۍ لپاره هغه وخت کې د افغانانو قرباني او جهاد ښيي او زرغون رنګ هم له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد ابادۍ نښه ده.
د هغه په خبره: "بیرغ یوازې کلتوري ارزښت نه بلکې سیاسي او فکري ارزښت هم لري او په دې دلیل ده چې بیرغ د یوه ملت د ازادۍ استازي کوي او همدارنګه د یوه ملت د ازادۍ پاللو او لوړ خیال. "
د شاه امالله خان واکمنۍ کې (۱۹۹-۱۹۲۹) د افغانستان د بیرغ نښه د غنمو وږي دایره وه چې پکې غرونه او د غرو پر سر لمر څرک و او پرې له پاسه د پاک الله او حضرت محمد نوم لیکلی و.
د افغانستان بل تاریخپوه فاروق انصاري وايي، پر ۱۹۲۹ کال واک ته د حبیب الله کلکاني رسېدو سره بیرغ په سور رنګ بدل شو، خو وروسته یې بیا درې رنګه کړ.

د عکس سرچینه، Social Media
د پاچا نادر خان واکمنېدو سره د افغانستان بیرغ د امان الله خان دورې درې رنګو ته بدلون وکړ، خو غنم، محراب او منبر یې نښان و.
د هغه د زوی پاچا محمد ظاهر خان واکمنۍ کې(۱۳۱۲-۱۳۵۲)بیرغ کې بدلون نه راغی.

د عکس سرچینه، Social Media
ښاغلی انصاري وايي، د افغانستان د اوسني بیرغ جوړښت او رنګونه افغان تاریخ ښيي.
د هغه په خبره، د افغان بیرغ اوسني رنګونه له تاریخي پلوه خورا ټولیز دي: "خو که سپین هم ور زیات شي، ښايي ووایو چې تر ټولو بشپړ شو، ځکه تېر کې موږ همدا تور، سور، زرغون او سپین رنګ درلودل. زما په نظر همدا درې رنګونه سور، تور او زرغون چې د سبمول په توګه غوره شوي، تراوسه غوره رنګونه دي. "

د عکس سرچینه، DW
د ۱۳۵۷ کال له کودتا او د کیڼ اړخو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان درې رنګه بیرغ په سور رنګ بدل شو.
دغه بیرغ کې د غنمو د وږي د دایرې منځ کې د خلق کلمه لیکل شوې وه.

د عکس سرچینه، S. SOBOLEV
د ۱۳۵۶ او ۱۳۵۸ ترمنځ د ببرک کرمل د واکمنۍ پر مهال دوه بیرغونه وو چې یو ګوندي او بل دولتي و.
ګوندي بیرغ هماغه د خلق سور بیرغ و او تور، سور، زرغون بیا دولتي بیرغ و. د دولتي بیرغ منځ کې د کارګرو د نښان په توګه د ماشینونو قطعات اضافه شوي وو.

د عکس سرچینه، DW
په ۱۳۷۱ کال واک ته د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت تر رسېدو وروسته د افغانستان بیرغ یو ځل بیا بدل شو.
په دې دوره کې د افغانستان د بیرغ رنګ په تور، سپین او زرغون رنګ واوړول شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د برهان الدین رباني د حکومت پرځېدو او پر ۱۳۷۵ کال د طالبانو واکمنېدو سره بیرغ سپین رنګی شو چې کلیمه هم پکې لیکلې وه.

د عکس سرچینه، BANARAS KHAN
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو او د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهاله حکومت تر رامنځ ته کېدو وروسته د شاهي دورې درې رنګه بیرغ بېرته احیا شو.
دا بیرغ تور، سور، زرغون و او منځ کې یې د غنمو وږي، محراب او منبر نښان و.
شکریه بارکزۍ چې د ښاغلي کرزي په لنډمهاله دوره کې د اساسي قانون د لویې جرګې او د ملي بیرغ کمېسیون غړې وه وايي، د افغانستان اوسنی بیرغ د ټولو افغانانو د تاریخ، هویت او مبارزو ښکارندوی دی.
هغه زیاتوي چې د دغه بیرغ له ټاکنې او تصویبېدو سره ټولې خواوې موافقې وې، ځکه په هغه کې کارېدلي رنګونه او نښې ټولو ته د منلو وو.
اغلې بارکزۍ وايي که څه هم د ملي بیرغ کمېسیون کې د بېلابېلو ډلو، سیاسي اړخونو او تنظیمونو استازي موجود وو، خو د بیرغ د رنګونو او نښانونو په اړه بحث لانجمن نه شو، او ان د اساسي قانون جرګه کې هم چا له دغه بیرغ سره مخالفت ونه ښود.

د عکس سرچینه، Arg
یو شمېر تاریخپوهان وايي پر هېوادونو د ډلو او حکومتونو له واکمنېدو سره د بیرغ بدلېدل معمول چاره ده. هره حاکمه ډله د خپلو تاریخي، فرهنګي او سیاسي پاملرنو (ملحوظاتو) له کبله هغه بدلوي. خو ډېر نور پر دې باور دي چې د اکثرآ د کودتا له لارې واک ته رسېدلي حکومتونه بیرغونه بدلوي، نه انتخابي دولتونه.
د افغانستان د اساسي قانون ۱۹مه ماده کې راغلي چې "د افغانستان بيرغ له: دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې دافغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى."
دافغانستان د دولت ملي نښان له سپين رنګې محراب او منبر څخه جوړ دى چې په دوو څنډو كې يې دوه بيرغونه او د منځ په برنۍ برخه كې يې د لا اله الا الله محمد رسول الله مباركه كلمه او الله اكبر او د راختونكي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه كې يې د ۱۲۹۸ هجري شمسي تاريخ او د افغانستان كلمه راغلې چې له دوو خواوو څخه د غنمو وږي پرې راګرځول شوي دي.


















