افغانستان کې د ښځو حقونه: د تېرو شلو کالو لاسته راوړنې، ننګونې او زیانونه

د عکس سرچینه، Getty, Ascend
په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ ختمېدو او د یوې نوې ادارې له رامنځته کېدو سره په تېرو شلو کالو کې دې هېواد کې ډېر څه بدل شوي دي.
په تېرو دوه لسیزو کې د ښځو د حقونو برخه کې هم افغانستان کې پرمختګونه، لاسته راوړنې، ننګونې او ستونزې ډېرې وې.
په لاندې جدول کې موږ د افغانستان کې د ښځو د حقونو برخه کې ځینې هغه مهمې پېښې راخیستې چې په تېرو شلو کالو کې مهمې بلل شوې دي.
افغانستان کې د ښځو حقونه؛ د تېرو شلو کالو لاسته راوړنې، ننګونې او زیانونه
لومړی ځل د ښځو چارو وزرات جوړ شو
په ۲۰۰۱ کې کال کې چې طالبان له واکه وپرځېدل، د جرمني بون کې د یوې هوکړې له مخې د جوړې شوې لنډ مهالې ادارې په کابینه کې سیما سمر د ښځو چارو لومړنۍ وزیره غوره شوه. شل کال وروسته هغه مهال بیا د ښځو د حقونو ته د ګواښ غږ
پورته شو چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو له افغانستان د وتلو اعلان وکړ.
د ښځو لپاره لومړنۍ امن خونه
کابل کې د افغان مېرمنو د مهارتي ودې مرکز په دې هېواد کې د ښځو لپاره لومړنۍ امن خونه جوړه کړه، چې مشري یې ماري اکرمي کوله. له هغه راهیسې مرستندویه موسسو ګڼې نورې امن خونې هم جوړې کړې دي. دا خونې هغو نجونو او مېرمنو ته پناه ورکوي چې ګواښل شوې یا ځورول شوې دي.
د المپیک نړیوالو سیالیو کې د لومړنیو افغان میرمنو ګډون
فریبا رضايي په جودو او روبینا جلالي په ځغاسته کې لومړنۍ افغانانې وې چې د یونان پلازمېنه اتن کې د ۲۰۰۴ کال د المپیک نړیوالو سیالیو کې یې ګډون وکړ.
لومړنۍ والۍ
ولسمشر حامد کرزي هېواد کې په لومړي ځل یوه میرمن د والۍ په توګه وګمارله. د ښځو د حقونو فعالې حبیبه سرابي د بامیانو د والۍ په توګه ډير کلونه کار وکړ.
د نجونو زدکوونکو پر مخ تیزاب شیندل
د افغانستان سویلي ښار کندهار کې بریدګرو ښځینه زدکونکو پر مخونو تېزاب وپاشل. یوې قربانۍ بي بي سي ته ویلي وو “موږ زده کړې غواړو” خو حکومت مرسته نه کوي. طالبانو دې برید کې ښکېلتیا رد کړه.
ولسمشر د ښخو پر ضد د تاوتریخوالي ختمولو قانون تصویب کړ
د سخت دریځو سیاستوالو او مذهبي مشرانو له نیوکو سره سره ولسمشر حامد کرزي د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د ختمولو قانون په یوه حکم سره تصویب کړ. د دې قانون له مخې پر ښځو د تاوتریخوالي بدل کې به له ۳ تر ۵ کالو د بند سزا وي. قانون کې په لومړي ځل افغانستان کې د ماشومانو ودول جرم وګڼل شو. څلور کاله وروسته پر دې قانون پارلمان کې بحث وشو، خو وکیلان یې تصویبولو کې پاتې راغلل، ځکه مخالفینو یې له شریعت سره په ټکر کې بللو. ښځو د دې ګام پر ضد احتجاج وکړ، ځکه د دوی په وینا د پارلمان له تصویب پرته دا قانون نیمګړی دی.
کمسارې ولسي استازې
په خوست کې د حکممینې په نامه میرمن د ۳۵۰ میرمنو په منځ کې هغه نومانده وه چې زدکړې یې نه درلودې، نارینه جامې یې په تن کولې ، پګړۍ یې تړله او په جرګو مرکو کې ګډون واله وه. نوموړې د خوست ولایتي شورا ته بریالۍ شوه او څو کاله ولسي استازې وه.
لومړنۍ افغانه پیلوټه
۲۳ کلنه نیلوفر رحماني لومړنۍ افغانه پیلوټه وه چې امریکا کې يې پوځي هوايي زدکړې وکړې او له فارغېدو وروسته افغان هوايي ځواکونو کې دلومړنۍ ښځينه پیلوټې په توګه یې کار وکړ. هغې په ۲۰۰۱۸ کې امریکا کې سیاسي پناه واخیسته.
د بې پیلوټه الوتکې څلور کلنه قربانۍ
د افغانستان ختیځ ولایت کونړ کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې یوه برید څلور کلنه عایشه سخته ژوبله کړه، مخ یې له سختو ټپونو وران شو او لاس یې پرې شو، د مور او پلار په ګډون د کورنۍ ۱۴ غړي یې ووژل شول. د ولسمشر حامد کرزي په ځانګړې لارښوونه عایشه امریکا ته د درملنې لپاره واستول شوه.
د فرخندې هېښوونکې وژنه
۲۷ کلنه فرخنده کابل کې یو مازدیګر د شاه دو شمشیره جومات سره ځايي خلکو په دې تور چې قران یې سوځولی سخته ووهله، ژوبله یې کړه او پای کې ووژل شوه. دې پیښې افغانستان او نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول.
غر ختونکې نجونې
د افغانستان د غر ختونکو نجونو یوه ډله پنجشیر کې ۱۶۰۰۰ فوټه هسکې څوکې ته وختله، او په دې سره د غره ختونکو نجونو لومړنۍ ډله وبلل شوه چې افغانستان کې دومره لوړې څوکې ته وختله.
د کورني تاوتریخوالي قربانۍ ریزه ګل
د شمالي ولایت فاریاب د اوسېدونکې رېزه ګلې پزه د کورني تاوتریخوالي په ټس کې د میړه لخوا پرې شوه. هغې بي بي سي ته د خپل تاوتریخجن ژوند نکل کې وویل، په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې وه او پرلپسې کړول کېده. دغه پیښې افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي په تړاو سختې اندېښنې پیدا کړې.
روباټ جوړوونکو نجونو لپاره د سپینو زرو مډال
د روباټ جوړوونکو افغانو نجونو نوښتګرې ډلګۍ په۲۰۱۷ کال کې واشنګټن کې نړیواله سیالۍ کې خپل لومړي وار ګډون سره د سپینو زرو مډال وګاټه. دغو افغانو نجونو په ۲۰۲۰ کې بیا د خبرونو سرټکو ته لار وکړه چې د کورونا وبا پر وخت یې د اکسیجن رسولو یوه اله جوړه کړه.
ځوانه ښارواله
افغانه ښځینه فعاله ظریفه غفاري په ۲۶ کلنۍ کې د میدان ښار ښارواله وټاکل شوه. وروسته امریکا کې هغې ته د زړورتیا جایزه هم ورکړل شوه.
کابل کې د روغتون پر زېږنتون خونړی برید
د کابل ښار لوېدیځ کې د دشت برچي روغتون د نویو زېږېدلو ماشومانو پر څانګه د وسله والو ډله ایز برید کې ۲۴ ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان ووژل شول.
خبریاله ملالۍ میوند جلال اباد کې ووژل شوه
د افغانستان ختیځ ښار جلال اباد کې د یوه ځایي تلویزیون ویانده او فعاله ملاله میوند د نامالومو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شوه.
کابل کې د نجونو ښوونځي ته څېرمه برید کې درنه مرګژوبله
کابل کې د نجونو یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنې ۵۰ تنه ووژل او ۱۰۰ نور ټپیان شول. پیښه کې قربانیان تر ډېره هزاره لږګي او د ښوونځي زده کونکې نجونې وې.
















