د بریتانیا دفاع وزارت محرم اسناد؛ افغانستان کې د بریتانوي پوځیانو د پاتې کېدو پر شونتیا خبرې شوې دي

د خپرېدو وخت

بي بي سي د بریتانیا دفاع وزارت پورې اړوند یو شمېر داسې محرم اسناد لیدلي چې پکې تر ۱۱ سپتمبر وروسته هم افغانستان کې د بریتانوي پوځیانو د پاتې کېدو پر شونتیا خبرې شوې دي.

دا محرم اسناد چې شاوخوا پنځوس پاڼې دي، د تېرې سه شنبې پر ورځ د بریتانیا کېنټ سیمه کې یو عادي وګړي د بسونو تمځای کې موندلي.

وروسته همدې کس، چې غواړي هویت یې څرګند نه شي، دا اسناد له بي بي سي سره شریک کړل.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، د خپلو دې محرمو اسنادو د ورکېدو او د یو عادي کس لخوا د موندل کېدو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

یاد وزارت وایي، له کوم مامور چې دا اسناد ورک شوي، هغه په سملاسي توګه دا موضوع له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې وه.

اسناد د افغانستان په اړه څه وایي؟

له دې ډلې یو سند، چې د بریتانیا د دفاع وزیر بېن والس شخصي سکرتر ته استول شوی، له افغانستان د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته هم هلته د بریتانوي پوځيانو د پاتې کېدو پر شونتیا رنا اچوي.

دې سند کې راغلي چې امریکا په بېلابېلو برخو کې د بریتانیا مرسته غوښتي، او افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پاتې کېدو موضوع هم پکې یاده شوې ده.

ځینو رسنیو کې وار د مخه داسې رپوټونه خپاره شوي چې ګواکې بریتانیا غواړي خپل یو شمېر ځواکونه له ۱۱ سپتمبر وروسته هم په افغانستان کې پرېږدي.

د دې سند د حساسیت له کبله یې بي بي سي نور جزئیات نشي خپرولی، ځکه ښایي دا چاره په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو او مامورینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

خو دې سند کې په افغانستان کې خرابېدونکي امنیتي وضعیت ته اشاره شوې او خبرداری ورکړی شوی چې:

"ارزونې ښیي چې که بریتانوي پوځيان افغانستان کې پاتې کېږي نو ښایي د یوې پېچلې شبکې لخوا پرې بریدونه وشي. په بشپړه توګه د پوځیانو د ایستلو انتخاب لا شته".

سند کې راغلي چې افغانستان کې وضعیت هره ورځ لا پسې خطرناکه کېږي او بریتانوي او امریکایي پوځیان د پخوا په څېر له هر څه خبر نه دي.

په سند کې یادونه شوې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون راهیسې افغانستان کې هېڅ بریتانوی وګړی نه دی وژل شوی، خو خبرداری ورکوي چې ښایي وضعیت تل همداسې نه وي.

په اسنادو کې نور محرم مالومات

په دې اسنادو کې د تېرې چارشنبې پر ورځ کریمیا ته نږدې د اوکراین سمندري اوبو کې د بریتانوي او روسي سمندري ځواکونو مخامخ کېدو یادونه هم شوې.

په اسنادو کې راغلي، بریتانوي پوځي بېړیو نه غوښتل چې روسان را وپاروي، او له همدې کبله یې د توپونو خولې ښکته کړې وې او چورلکې هم یې هم ناستې وې.

پر هغه ورځ د روسیې دوو پوځي بېړیو او شل جېټ الوتکه د بریتانوي سمندري بېړیو شا ونیوه.

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د خبرداري ډزې هم وکړې او جېټ الوتکو یې سمندر کې بمونه هم وغورځول، خو د بریتانیا حکومت دا ادعا ردوي.

په دومره لویه کچه د محرمو اسنادو ورکېدل، او هغه هم داسې اسناد چې دومره پراخ او حساس موضوعات پکې رانغښتل شوي وي، کمسارې پېښه ده.

د بریتانیا اپوزیسیون کارګر ګوند ویلي، دوی ته د حیرانۍ خبره ده چې دا اسناد د دفاع وزارت له ودانۍ وتلي.

یاد ګوند دفاع وزیر بېن والس نه غوښتي چې ژر تر ژر دې پلټنې بشپړې کړي، پارلمان سره دې جزئیات شریک کړي او ولس ته دې ډاډ ورکړي چې د بریتانیا هېڅ پوځي عملیاتو ته ګواښ نه دی پېښ.