ملي امنیت: د خپروندویه ټولنې مشر او څلور نورو کسانو وژل کېدو پېښې پلټنه کوو

نصیر عبدالرحمان

د عکس سرچینه، Social media

د خپرېدو وخت

نن د هغو پنځو تنو مړي خاورو ته وسپارل شول، چې وړمه شپه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو وژلي وو.

د سیمې سلګونو خلکو د دې پېښې پر ضد احتجاج کړی و.

دوی په داسې حال کې د پېښې په هکله د پلټنو غوښتنه کوله چې د وژل شویو کسانو مړي یې لېږدول.

په وژل شویو کسانو کې د میوند خپرندویه ټولنې مشر نصیر عبدالرحمان هم شامل دی.

د ښاغلي عبدالرحمان خپلوان وايي، دی او څلور نور کسان د ده سبز په یحیا کلي کې د جمعې په شپه د ملي امنیت ځواکونو په ډزو ووژل.

ملي امنیت ادارې په یوه اعلامیه کې پېښه تایید کړې او په وینا یې د پېښې په هکله پلټنه کوي.

د ولسي جرګې د ځینو غړو په شمول یو شمېر کسانو د هغه د وژنې په هکله غبرګونونه ښوولي دي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې بیا په یوه اعلامیه کې ویلي، په ده سبز کې عملیات د ۰۱ قطعې لخوا تر سره شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د دې عملیاتو لپاره د معلوماتو له راټولولو نیولې بیا د عملیاتو تر سره کولو په هکله څېړنه کېږي.

یاده اداره وايي، په دې هکله یې یو پلاوی ټاکلی چې راټول کړي معلومات به یې له بشپړېدو وروسته له خلکو سره شریک شي.

نصیر عبدالرحمان په کابل کې له لیسې تر فراغت وروسته د خیبر پښتونخوا په پېښور کې دیني زدکړې کړې وې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وايي، ښاغلی عبدالرحمان هغه مهال د حزب اسلامي ګوند غړی و، چې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ.

د نوموړي په وینا نصیر عبدالرحمان د ''شوروي ضد جهاد '' په موده کې وسله وال مقاومت کاوه.

ښاغلي عبدالرحمان وروسته په ۱۳۶۷ کال کې پېښور کې کتاب پلورنځی او بیا یې خپرندویه ټولنه تاسیس کړه، چې تر اوسه یې سلګونه ټوکه کتابونه چاپ کړي دي.

نصیر عبدالرحمان نه پنځه زامن او یوه لور پاتې شوي.