د امریکا سفارت: د کورونا له کبله کابل کې د ویزو خدمات سر له ننه ودرول شول

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، په افغانستان کې د کورونا وېروس په ډېرېدو یې په دې هېواد کې د وېزې ورکولو هر ډول خدمتونه درولي.

خو دې پرېکړې هغه افغانان اندېښمن کړي چې له امریکایانو سره یې کار کړی او دا وېره لري چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به دوی امریکا ته پر کډوال کېدو ونه توانېږي.

د امریکا د سفارت اعلامیه کې له افغانستان سره د کورونا وبا خلاف مبارزه کې د ۱۶ میلیون ډالرو مرسته هم یاده شوې. اعلامیه دا هم وايي یو ایس ایډ د کورونا له اړخه د افغانستان ۵ سختو ځپل شویو ښارونو کې د کورونا شدید پېښو ته د رسېدو لپاره د روغتیاپالونکو په روزنه ۳ اعشاریه ۷ میلیون ډالر لګوي.

د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې د وېزې نامحدود ځنډول له یکشنبې ورځې (جوزا/غبرګولی ۲۳) پیلېږي.

دا پرېکړه داسې مهال نیول شوې چې په ټول افغانستان کې د کورونا وبا درېیمه څپه په چټکۍ روانه ده او په دې هېواد کې محدودیتونه لا پسې ډېر شول.

د امریکايي (سټارز اېنډ سټرایپس) ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د کورونا وېروس درېیمې څپې پیل کې افغانستان کې د امریکا د سفارت یو کارمن هم د کوویډ-۱۹ له کبله مړ شوی دی.

تېر کال د کورونا وبا له پیل راهیسې افغانستان کې تر ۳۴۰۰ ډېر کسان د دغه وېروس له کبله مړه شوي دي.

د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: "موږ د متقاضیانو اندېښنه درک کوو او بخښنه غواړو، خو ددې پرېکړې هدف د سفارت د کارمنانو او متقاضیانو ساتنه ده، چې ډاډمن شو راتلونکي کې د وېزو صادرولو بهیر او نور کونسولي خدمتونو ته دوام ورکړو".

دغه سفارت ویلي، هغه کسان چې په راتلونکو ورځو کې یې د وېزې لپاره د ملاقات وخت درلود، د وېزې د بېرته پیلېدو بهیر سره به لومړی د دوی کارونه مخته وړل کېږي.

لا تر اوسه سفارت د وېزو د بېرته ورکولو د بهیر پیلېدو نېټه نه ده مشخصه کړې.

د امریکا د لویو درستیزانو کمېټې روانه اونۍ ویلي وو،‌چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو ایستلو بهیر ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.

په تېره اپرېل میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، چې د روان کال تر سپتمبر میاشتې به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو امریکايي چارواکو او ناټو ویلي وو ښايي ددغو ځواکونو ایستل تر جولای میاشتې پورې بشپړ شي.

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله، د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د کډوالۍ د ۱۸ زره خانګړو وېزو لړۍ پیل کړې ده،‌ چې تېر کال دا بهیر د کورونا وبا له کبله درول شوی و.

د کډوالۍ د ځانګړو وېزو پروګرام یا (SIV) له لارې هغو افغانانو ته د امریکا وېزې ورکول کېږي چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی او له خپلو کورنیو سره امریکا ته د کډوالۍ اجازه ورکول کېږي.