د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر: د ایتوپیا شمال کې لوږه ده

ایتوپیا، قهطي، ولږه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټېګري ګې یو ماشوم د مرسته شویو توکو پر یوې بوجۍ ویده دی.
د خپرېدو وخت

وروسته له هغه چې د ایتوپیا په شمال کې د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوې څېړنې موندنې خپرې شوې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارک لوکوک وویل د ایتوپیا په شمال کې لوږده یا قحطي خپره ده.

نوموړي وویل: ''همدا اوس هلته لوږه ده چې حالات به ورسره ډېر ناوړه شي. ''

تره شوې څېړنې موندلې چې د ایتوپیا په جګړه ځپلې ټېګرې کې ۳۵۰ زره کسان 'جدي بحران ' کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۰ کال په نوامبر میاشت کې د ټېګرې په سیمه کې ددولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د جګړې له پېلېدو راهیسې یو اعشاره اوه میلیونه کسان له دې سیمې بې ځایه شوي دي.

د څېړنې له مخې د خوړو له پلوه په سیمه کې حالت د ' ناورین ' حد ته رسېدلی دی.

څېړنه وايي د ټېګرې په پراخه سیمه کې د خلکو پاتې کوچنۍ ډلې د لوږې له امله له مرګ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، د خوړو او ګرهڼې سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف د بحران د له منځه وړولو لپاره د چټک اقدام غوښتنه کړې ده.

ایتوپیا، قهطي، ولږه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ټېګري سیمې ته د خوراکي توکو یوه اندازه مرسته استولې ده.

د یادونې ده چې په ټېګرې کې د حالاتو جاج د ملګرو ملتونو په ملاتړ او د ایتوپیا د حکومت له رضایت پرته اخیستل شوی ځکه چې حکومت ټینګار کوي چې په سیمه کې یې حالت بېرته عادی کړی او اوس لاسرسی ورته ډېر شوی دی.

''''''''مرګ مو دروازه ټکوي ''''''''

د ټېګرې سیمې په لویدېځ د یوې لرې پرتې ولسوالۍ هفته همېرا اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي چې په دې اونۍ کې هغوی د لوږې سره مخ دي.

په تېلېفون کې یوه سړي وویل: ''موږ خوړلو ته هېڅ نه لرو ''. دغه سړي زیاته کړه چې په تېرو اوو میاشتو کې د جګړې پرمهال د دوی کروندې او څاروي لوټل شوي دي او اجازه ورته نه وه چې له هغو ملیشه ځواکونو مرسته ترلاسه کړي چې په سیمه کې د حکومت پرضد جنګېږي.

دغه ۴۰ کلن بزګر وویل ''موږ د خپلو فصلونو پاتې شوني خوړل او وتوانېدو چې ځانونه پټ کړو، خو اوس موږ د خوړلو لپاره هېڅ هم نه لرو، هیچا له موږ سره مرسته نه ده کړې، تقریباً ټول وګړي له مرګ سره مخامخ دي، د نه خوړو له امله مو سترګې اغیزمنې شوې، حالات ډېر خطرناک دي، مرګ زموږ دروازې ټکوي، تاسو زموږ د هر کس په څېره کې لوږه لېدلی شئ. ''

ایتوپیا، قهطي، ولږه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټېګري په لویدېځ کې خلک وايي ملیشه ځواکونو د دوی فصلونه او څاروي ولوټل او دوی پر هغه څه تر دې دمه ګوزاره کوله چې پټ کړي یې وو.

د سیمې اوسېدونکو ويلي چې له مرستو بار لارۍ یې لېدلې چې د دوی له سیمې تېرې شوې خو هېچا د دوی پر ستونزو د ځان پوهولو هڅه ونه کړه.

د یادونې ده چې په ۱۹۸۴ کال کې په ټېګرې او څنګ لوري ولایت ولو کې د جګړو او وچکالۍ له امله لوږه راغلې وه چې په ترڅ کې یې تر یو میلیون وګړي مړه شول.

په ټېګرې کې څیړنه وايي چې په سیمه کې رامنځ ته شوی حالت د کړکېچ، د خلکو د بې ځایه کېدو، پر تګ راتګ د محدودیتونو، د محدود بشري لاسري، د فصلونو او څارویو له لاسه ورکولو او د مارګیټونو د نشتوالي پایله ده.

څیړنه وايي چې تر می میاشتې پورې په سیمه کې پنځه نیم میلیونه وګړي په جدي توګه د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ وو او شونې ده چې تر راتلونکي سپتمبر میاشت پورې حالات لا ډېر خراب شي.