تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له استوګنځیو سره مخابراتي پایې؛ کابل ښاروالي او روغتیا وزارت یې مضرې بولې، خو اترا یې ردوي
د افغانستان د پلازمېنې کابل ښاروالي او د مخابراتي شبکو د تنظیم ادارې یا اترا تر منځ استوګنې سیمو ته نږدې د مخابراتي پایو یا ستنو د لګولو په اړه مخالفتونه راپورته شوي.
اترا د کابل ښاروالۍ هغه معلومات تېراېستونکي، نا مسولانه او ناسم بللي چې ښاروالۍ له خپلې فیسپوکپاڼې د مخابراتي پایو د روغتیايي ستونزو په اړه خپاره کړي دي.
کابل ښاروالۍ وړمه ورځ د خپلې فېسپوکپاڼې له لارې د استوګنې سیمو کې مخابراتي شبکې یاني تدریجې مرګ په نوم دوه نیمې دقیقې ویډيو خپره کړه.
دوی دا چاره د عامه پوهاوي او خپلو راتلونکو جوپړونو لړۍ بللې.
د ښاروالۍ په دې پیغام کې راغلي چې استوګنځیو ته نږدې د مخابراتي شبکو پایې په خلکو کې د ناروغیو سبب ګرځي او په وینا یې هر څومره ژر چې ممکنه وي باید له دې سیمو تلیفوني او مخابراتي مټې یا پایې ټولې شي.
ښاروالۍ مخابراتي شبکو ته پر خبرداري سربېره د کابل له اوسیدونکو هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.
خو د دې پیغام له خپریدو دوه ورځې وروسته چې په ښکاره په فېسبوک د خلکو له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ دی د مخابراتي شبکو د تنظیم ادارې یا اترا د کابل ښاروالۍ دا پیغام نامسولانه بللی.
اترا وايي، د کابل ښاروالۍ دا پیغام ناوړه پایلې لري او په وینا یې دوی د روغتیايي کنوانسیونونو له څیړنو او د الکترومقناطیسي څپو د علم او مطالعو په نظر کې نیولو پرته دا پیغام خپور کړی دی.
د اترا ویاند سعید شینواري هم د ښاروالۍ په غبرګون ویډيویي پیغام خپور کړی او ویلي یې دي د کابل ښاروالۍ وروستۍ دریځ نه یواځې چې د خلکو ذهنونه خرابوي بلکې د ده په ټکو دا کار مخابراتي زېربناوو د پانګونې په وړاندې لوی ګواښ دی.
کابل ښاروالي چې د اترا ادارې له وینا وروسته هم په خپل دریځ ولاړه ده ویلي استوګنې سیمو ته نږدې د مخابراتي شبکو پایې په انسانانو او چابیریال ناوړه اغېز کوي او وایي چې ژر باید له استوګنځیو لرې نصب شي.
روغتیا وزارت څه وايي؟
اترا ادارې روغتیا وزارت ته منسوب داسې لیک بي بي سي ته استولی چې پکې لیکلي:
"استوګنیزو سیمو کې د ډانګې یا پایې لګول چې د روغتیا نړیوال سازمان له سپارښتنو سره سم او د مخابراتي انتنونو د کاردود اصولو له مخې وي تراوسه روغتیا ته تاواني نه دي ثابت شوي."
خو د دې وزارت د نالږدیدونکو یا ناساري ناروغیو برخې مسول ډاکټر حبیب اروال وایي په استوګنې سیمو کې د مخابراتي شبکو پایې په روغتیا بد اغېز لري او د ده په وینا د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څو ځلې خپل شکایت کړی دی:
"دا د خلکو روغتیا ته تاوان لري، ذهن او اعصابو ته تاوان لري، ډېر منفي اغېز لري. په تېره هغه پایې چې د خلکو د اوسېدو له کورونو سره برابروې وي یانې ترې اوچتې نه وي."
نوموړی زیاتوي، کومې مټې یا پایې چې د غرونو یا غونډیو پر سر یا جګو ځایونو کې لګول شوې وي، اغېز یې کم دی.
افغانستان کې مخابراتي پایې
د افغانستان د مخابراتي شبکو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې ۷۳۰۰ مخابراتی پایې فعالې دي.
دا اداره وایې په افغانستان کې د مخابراتي شبکو په برخه کې د دریو ملیاردو ډالرو پانګونه شوې.
دې شمېر مخابراتي شبکو دوه ویشت نیم میلیونه افغانانو ته مخابراتي جوپړونه برابر کړي دي.