تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ننګرهار لپاره د طالبانو یو قومندان پېښور کې وژل شوی
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وايي، د دغه ولایت لپاره د طالبانو يو قومندان نيک محمد رهبر بېګا مازدیګر د پښتونخوا د مرکز پېښور حاجي کېمپ کې ناڅرګندو ټوپکوالو په ډزو وژلی دی.
ضیاالحق امرخېل په ټوېټر پاڼه ليکلي د طالبانو له دغه قومندان سره دوه کسان نور هم ژوبل شوي چې يو يې د ښاري شبکې مسوول په مصطفی مشهور عزیز الله دی.
ځينو سرچينو بي بي سي ته ويلي، نېک محمد رهبر ننګرهار کې د سرې پوځي قطعې مرستيال و.
یو ټویټر ایکاونټ چې وايي د داعش استازولي کوي لیکلي چې داعش د طالبانو دا قومندان وژلی دی.
دې ایکاونټ داعش ته منسوب انځور خپور کړی چې پکې په عربي ژبه د نېک محمد رهبر د وژل کېدو ادعا کوي.
طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ويلي، خو خواله رسنیو کې د دې ډلې پلویانو د نېک محمد رهبر د وژل کېدو خبره کړې او خواشیني یې پرې ښودلې ده.
دې فیسبوکپاڼو کې نوموړي ته منسوب یو پخوانی پیغام خپور شوی دی چې پکې د سولې خبرې کوي:
"موږ سوله خوښوونکي یو، موږ امن پسند خلک یو، موږ هم غواړو چې مظلوم ولس ته خوشالي راوړو، موږ هم دا غواړو چې د مظلوم ولس په مخ مسکا ووینو. "
نېک محمد رهبر څوک و؟
ویل کېږي نېک محمد رهبر د ننګرهار د خوګیاڼو اوسېدونکی و او پر دغه ولسوالۍ سربېره شېرزاد او حصارک ولسوالیو کې یې فعالیت درلود.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو قومندان پښتونخوا کې وژل کېږي.
د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۲۸ هم د پېښور ښار ته څېرمه پندو سړک کې د طالبانو یو قومندان ملا داود ووژل شو او مسوولیت یې هم داعش ومانه.
ننګرهار کې د طالبانو سره قطعه او داعش
ننګرهار- چې ځینیو سیمو کې یې داعش شته-د دې ډلې او طالبانو ترمنځ پکې سختې نښتې شوې، چې پکې د طالبانو سرې قطعې مهم رول درلود.
له داعش سره د جګړې لپاره دې قطعې له نورو ولایتونو هم خپل وسلوال ور ټول کړي وو.
طالبان دا هم وايي، چې ننګرهار او د افغانستان نورو سیمو کې دې ډلې داعش مات کړ او د حکومت دا دعوه نه مني چې داعش یې مات کړی دی.
طالبان پر حکومت دا تور هم پورې کوي چې د دوی پرضد له داعش سره مرسته کوي.