تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ننګرهار کې داعش ډلې خپل ۱۵وسله وال وژلي"
د افغانستان د ختیځ د ننګرهار ولایتي اداره ادعا کوي چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې داعش وسله والو د خپلو ۱۵ ملګرو سرونه غوڅ کړي دي.
د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږګیاڼي بي بي سي ته وویل، پېښه د چهارشنبې په ورځ ماسپښين مهال د اچین ولسوالۍ په مامندرې سرخ اب بازار سيمه کې رامنځته شوې ده:
"داعش وسله والو خپل ۱۵ نور داعش ملګري په بې رحمه ډول وژلي دي."
د نوموړي په خبره، په وروستیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو په لیکو کې خپلمنځي اختلافونه زیات شوي دي.
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو قومي مشر کمین بي بي سي ته وویل ، دوی هم خبر تر لاسه کړی چې داعش وسله والو له خپلو ملګرو سرونه غوڅ کړي:
" د چهارشنبې په ورځ داعش وسله والو خپل ملګري حلال کړي، خو تر اوسه یې لا علت معلوم شوی نه دی. "
خو د ولایتي ادارې ویاند د بي بي سي محفوظ زبېدي ته ادعا کړې چې وژل شویو داعش وسله والو نه غوښتل نوره جګړه وکړي، نو ځکه له ورته برخلیک سره مخامخ شوي دي.
تر اوسه داعش ډلې د خپلو وسله والو د وژلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
اچین په ننګرهار کې یوه له هغو ولسوالیو ده چې داعش ډلې ترې سر راپورته کړ.
په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې له سر را پورته کولو وروسته افغان او امریکايي ځواکونو دغه ولسوالي تر هوايي ګوزارونو لاندې نیولې ده.
د روان کال د اپرېل ۱۳مه امریکايي ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو لپاره پر دغه ولسوالۍ ( جي بي یو ۴۳ بي) بم چې د 'ټولو بمونو مور' ګڼل کېږي، وغورځاوه.