تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې د افغان طالبانو یو مشر ووژل شو
اسلامي دولت ډله د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د افغان طالبانو د یو مشر د وژلو دعوه کوي.
خبریال طاهر خان هم وايي، افغان طالبانو منلې چې یو مهم مشر (مولوي داود) یې پېښور ښار ته نږدې وژل شوی دی.
د طالبانو سرچینې زیاتوي، د مولوي داود پر موټر پېښور ته څېرمه په پندو سړک د جمعې پر شپه برید شوی، چې له امله یې نوموړی او موټروان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی و.
دغه ټپي کس ملا خاکسار نومېده. د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې خاکسار د طالبانو یو ډلګی مشر و. نوموړي د ټپونو له امله د جمعې په ورځ د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې سا ور کړه.
خو په افغانستان کې د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې د مولوي داود وژنه نه رد او نه هم تایید کړه.
اسلامي دولت ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی، خو د دغه طالب مشر نوم یې نه دی یاد کړی.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د مولوي داود جنازه د جمعې په ورځ نوښار ته نږدې زاخېل(سیمه) کې خاورو ته سپارل شوې، چې زرګونو پلاویانو یې پکې ګډون درلود.
د دې رسنیو د رپوټ له مخې، د پاکستان حکومت یو وخت ملاداود نیولی و او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه یې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې خوشی کړ، خو له خوشي کېدلو وروسته د افغان سولې بهیر سره یو ځای نه شو.
ملا داود څوک و؟
یوه طالب مشر ویلي، چې مولوي داود د دې ډلې یو مهم مشر و. افغان رسنیو هم په تېر کې مولوي داود د پېښور شورا غړی بللی و.
په پېښور کې د طالبانو یوې سرچینې له بي بي سي سره په تماس کې ویلي، چې ملا داود دا مهال په پښتونخوا کې له استخباراتي ادارو سره د طالبانو د ستونزو اوارولو مسوول و.
نوموړي له یوې سیمې بلې ته د طالب مشرانو د لېږد او په پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو له پاټکونو د هغو طالبانو چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل او د توکو د تېرولو دنده هم درلوده.
پېښور کې د طالبانو وژل شوي مشران
افغان طالبان دا هم وايي، چې څو ورځې مخکې پر دغه ځای د مولوي داود یو بل نږدې دوست هم وژل شوی و.
مولوي داود د افغان طالبانو لومړنی مشر نه دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.
تېر کال د ننګرهار لپاره د دې ډلې والي مولوي میراحمد ګل هاشمي او پر ۲۰۱۵ کال د دوی یو پخوانی وزیر مولوي عبدالرقیب هم په پېښور کې وژل شوی و.
دا پېښه په داسې مهال ده، چې د جمعې په ورځ وسلوالو طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل.
طالبان وايي، په منصوري عملیاتو کې به بهرني ځواکونو او ملګري یې په نښه کړي.