تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اندرابي: طالبانو د کندهار د نیولو پلان درلود، خو سخته ماتې یې وخوړه
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، افغان ځواکونو د کندهار ښار د نیولو لپاره د طالبانو پلان ناکام کړی او دغه ډلې ته یې سخت ګوزار ورکړی دی.
ښاغلي اندرابري دا څرګندونې یکشنبه د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال کړې دي. په دې سفر کې له نوموړي سره د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل هم ملګری و.
دغه پوځي چارواکی وایي، وسله والو غوښتل چې سږ کال د ارغنداب په سقوط سره کندهار ښار ته ننوځي، خو درانه تلفات يې ولیدل او اوس ګڼو سیمو کي کلابند شوي دي.
مسعود اندرابي وایي، افغان ځواکونو په کندهار کې په تېرو دوو میاشتو کي د جګړې پر مهال تر ۶۵۰ زيات وسله وال وژلي دي .
دې دوو افغان چارواکو، طالبان د سولې تړون خلاف د جګړې په زیاتولو او د عامه تاسيساتو په تخريب تورن کړل.
د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود مېا خېل وویل، د وسله والو پر وړاندې د افغان ځواکونو هر راز غبرګون دې ډلې د کړنو پايله ده.
د دغو جګپوړو امنیتي چارواکو له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې طالبانو ویلي وو، په تېر یوه کال کې یې پر ښاري مرکزونو هېڅ لوی بریدونه نه دي کړي.
طالب مشرانو د یکشنبې پر ورځ امریکا سره د خپلمنځي تړون د یو کال پوره کېدو په درشل کې ویلي وو، د همدې تړون له مخې یې د هېڅ ولسوالۍ یا ولایت د نیولو هڅه نه ده کړې.
دفاع وزارت د القاعده جنګیالیو د وژلو خبره کوي
بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د ۱۶ "پاکستاني" غړو په ګډون د ۳۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي.
ملي دفاع وزارت دوشنبه د کب/حوت ۱۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه وسله وال "افغانیه دره" کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او ځینې کلي د وسله والو له حضور تصفیه شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د نجراب ولسوالۍ افغانیه دره کې نښته تایید کړې خو په هغې کې یې یوازې د خپل یوه کس د مړینې او دریو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
ښاغلی مجاهد سیمه کې د بهرنیو جنګیالیو او د القاعده د غړو د حضور ادعا هم ردوي او وايي چې په نښته کې د مقابل لوري تلفات تر دوی څو برابره ډېر دي.