کندهار کې موټربم برید

د خپرېدو وخت

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت پولیس وايي، د ارغنداب ولسوالۍ کوهک سیمه کې نن سهار پر پولیسو د هاموې ټانک په مټ موټربم برید شوی، چې ویل شوي اوه پولیس پکې 'سطحي' ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، برید نن ګهیځ شاوخوا اوه نیجې بجې شوې، خو نوموړي د برید په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د کندهار د کندهار د امنیت امر فرید مشعل وايي، دا ټانک پولیسو پېژندلی دی. نوموړی وايي په سیمه کې چاودنې یو ښوونځی او کورونه ویجاړ کړي دي.