تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دفاع وزارت: طالبانو غوښتل تېر یوه کال کې ۷ ولایتونه ونیسي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې یې د طالبانو هغه پلان شنډ کړی چې غوښتل یې ۷ ولایتونه او ۱۳۲ ولسوالۍ سقوط کړي، خو وړاندې طالبانو ویلي وو چې د دوحې د تړون پر اساس یې په لویو ښارونو کې بریدونه درولي دي.
د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وویل، په دې ۱۳۲ ولسوالیو کې تېر کال طالبانو بریدونه وکړل او غوښتل یې دا ولسوالۍ ونیسي، خو امنیتي ځواکونو مقابله وکړه او طالبان خپلو مخو ته ونه رسېدل، طالبانو لا تر اوسه د ښاغلي میاخېل پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
په داسې حال کې چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات له شاوخوا یوه میاشتني ځنډ وروسته بیا پیل شوي، خو داسې ریپوټونه ورکول کېږي چې دواړه خواوې د پسرلنیو عملیاتو لپاره په چمتووالي بوخت دي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د تېر یوه کال د مالي حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې کورونا وبا او د سولې خبرو د دوی پر عملیاتو، روزنه او د جګړې پر ډېرېدو اغېز درلود او پر امنتیتي ځواکونو یې فشار ډېر کړی.
ددفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل په یوه خبري غونډه کې وویل، د سولې له خبرو او د بندیانو له خوشي کېدو سره، هغسې چې دوی تمه لرله، تاوتریخوالی کم نه شو، بلکې د امنیتي ځواکونو پر و ړاندې یې ستونزې زیاتې کړې:
"زرګونه هغه کسان چې په مختلفو جرمي مسلو کې بندیان وو، هم خوشي شول، دوی هم پر امنیت اغېز درلود، ځکه هغه کسان چې په جرمونو په زندان کې بندیان وو، بېرته خوشي شول او بېرته یې جرمونو ته مخه کړه".
افغان دولت ادعا کوي چې ګڼ خوشي شوي طالب بندیان بېرته د جګړې لیکو ته ګرځېدلي دي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
اوس چې پسرلی په رانژدې کېدو دی او اندېښنه ده چې جګړه به زور واخلي، خو دفاع وزارت وايي چې دوی د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د دوحې د تړون له مخې، دوی په لویو ښارونو کې د بریدونو او د ولایتونو د سقوط پلان نه لري.
په داسې حال کې چې ددفاع وزارت په تېر یوه کال کې طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو خبره کوي، خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد سره له دې چې دغه تورونه یې رد کړل، زیاته یې کړه چې دوی عملیات کم کړي دي:
"د اسلامي امارت مجاهدینو عملیات ټیټ ساتلي، تلفات چې دوی ته اوړي په هغو حملو کې دي چې عملیات دوی پیل کړي وو، لکه دا اوس چې د ننګرهار په شېرزادو کې پر عملیاتو بوخت دي او د پکتیا ولایت په څمکنیو کې، د فاریاب قیصار او هلمند کې دوی عملیات وکړل او د کندهار په ارغنداب کې اوس هم ددوی قواوې شته، په دې ټولو ساحو کې دوی ډېر درانه تلفات ګاللي دي".
په دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات وړمه ورځ بېرته پیل شول.
یوناما پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د سولې له خبرو پیلېدو وروسته ملکي تلفات زیات شوي دي او غوښتنه یې کړې ده چې د جګړې ښکېلې غاړې دې د ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
ددفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دوی په تېر یوه کال له ۱۷ زره ځای پر ځای شویو ماینونو نژدې ۱۴۵۰۰ ماینونه له منځه وړي دي.