سیګار: امریکا د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره ۷۸۷ اعشاریه څلور میلیون ډالر لګولي

د عکس سرچینه، WAM
د افغانستان د بیارغونې برخه کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د جنسیتي برابري برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه تازه رپوټ کې ویلي چې افغان مېرمنو په بیلابیلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی خو ټولنیزې، کلتوري او امنیتي ستونزود دوی د لا ډېر پرمختګ مخه ډب کړې ده.
دا اداره خپل رپوټ کې زیاتوي، په جعرافیايي لحاظ لاسته راوړنې توپیر لري او په کلیوالو سیمو کې مېرمنو او نجونو وضعیت کې لږ ښه والی راغلی.
د دې ادارې موندنې ښيي چې د راتلونکي حکومت په سیورې کې چې ښايي طالبان پکې نفوذ ولري د افغان ښځو ژوند دې پورې تړلی چې طالبان څومره له حکومت، ځايي ټولنو او په خپلو لیکو کې د لیدلوري اختلافات حلولی شي.
رپوټ کې ویل شوي چې امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو ملاتړ لپاره ۷۸۷ اعشاریه څلور میلیونه ډالر لګولي، خو جګړه لا هم د افغان مېرمنو د پرمختګ پر وړاندې یو تر ټولو لوی خنډ دی.
رپوټ لیکي چې بله ستونزه په عمل کې په رسمي او نا رسمي عدلي سیسټمونو کې د ښځو لپاره د کافي ملاتړ نشتوالی دی.
د مېرمنو درې ننګونې

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټ کې راغلي چې افغان مېرمنې په ملي او محلي کچه مشرتابه ته رسیدلې خو دې برخه کې له درې ننګونو سره مخامخ دي.
لومړی نا امني، بل د سولې خبرو پایله چې ښايي د دوی تر لاسه کړي حقونه ترې واخلي او ناسم اقتصادي وضعیت چې د کورونا ويروس له امله نور هم کمزوری شوی.
د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو ویلي له دې ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره د خطرناکو هېوادونو په ډله کې راځي.





















