تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روئټرز: طالبان او افغان پوځ پسرلنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي؛ د سولې بهیر له خطر سره مخ دی
رویټرز خبري اژانس د یو شمېر سرچینو له قوله ویلي، وسلوال طالبان او افغان حکومت دواړه په راتلونکي پسرلي کې سختې جګړې او پراخو پوځي عملیاتو لپاره ځانونه چمتو کوي، او دې وضعیت ته په کتو د افغان سولې روان بهیر له خطر سره مخ دی.
رویټرز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له قوله لیکلي، په روان ژمي کې د طالبانو بریدونه د معمول برعکس خورا ډېر وو.
جنرال مېلر ویلي، دا وضعیت ښیي چې په راتلونکي پسرلي کې به نه یوازې د طالبانو لخوا پوځي عملیات ترسره کېږي، بلکې جګړه به د تېرو کلونو پرتله لا سخته وي.
رویټرز همدا راز د افغان پوځ او د افغانستان ملي امنیت شورا کې د سرچینو له قوله لیکلي، افغان امنیتي ځواکونه هر ډول جګړې ته ځانونه چمتو کوي.
د افغان پوځ دوو سرچینو روئټرز ته ویلي، د پوځ په لیکو کې د اصلاحاتو او بدلونونو لړۍ وار د مخه پیل شوې ده او ځینې تجربه کاره پوځي قومندانان پر مهمو پوستونو ګومارل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د راتلونکي پسرلي د پوځي عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي او ټینګار کوي چې دوی له امریکا سره شوي د دوحې تړون ته ژمن دي.
خو افغان حکومت او نړیواله ټولنه پر یادې ډلې تور لګوي چې یوازې د خپلو بریدونو او پوځي عملیاتو بڼه یې بدله کړې ده او په حقیقت کې تاوتریخوالی نور هم ډېر شوی دی.
د ناټو پرېکړه به راتلونکی وضعیت ټاکي
په افغانستان کې د راتلونکي پسرلي د جګړې خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران نن چارشنبه او پنجشنبه سره جرګه کېږي، او د افغانستان وضعیت به یې د اجنډا مهمه برخه وي.
له دې ناستې وړاندې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې نړیوال ځواکونه دې په مناسب وخت له افغانستان ووځي، او دې چاره کې باید بیړه ونشي.
د امریکا دفاع وزیر جنرال لویډ اسټن هم ویلي، هېواد به یې له ناټو سره په ګډه د افغانستان په اړه مشوره، پرېکړه او عمل کوي.
خو طالبان ټینګار کوي چې د دوحې تړون له مخې ټول نړیوال ځواکونه باید د راتلونکې اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.
د دې ډلې مشرانو بیا بیا پر ناټو او امریکا غږ کړی چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي، ځکه د افغانستان جګړه نشي ګټلی او دوام یې د هېچا په ګټه هم نه دی.
خو د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې ویلي، دوی به له طالبانو سره شوي دوحې تړون ته له سره کتنه کوي او ګوري به چې یاده ډله دې تړون ته څومره ژمنه پاتې شوې ده.
افغان حکومت هم "د شرایطو له مخې" له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د ناټو د دریځ هرکلی کړی دی.