اتمر: د مزار- کابل- پېښور د پټلۍ لار نقشه لاسلیک شوه

Atmar

د عکس سرچینه، Atmar

د خپرېدو وخت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي، د دغه هېواد، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د پټلۍ جوړولو لار نقشه پرون (سې شنبه، دلوه/سلواغه ۱۴) اړوند چارواکو لاسلیک کړه.

حنیف اتمر چې درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی خپل ټوېټر کې دا خبره لیکلې ده.

د نوموړي په اند، د پټلۍ دا ګډه پروژه به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې لپاره مشترک ټکی شي او د "افغانستان له لارې د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولو" ګډه هیله به ترسره کړي.

ښاغلي اتمر د دې تړون د لاسلیک لپاره د مراسمو برابرولو له امله د ازبکستان د مرستیال لومړي وزیر عمر زاقوف مننه کړې ده.

دې ناسته کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داود د خپل هېواد استازي کوله.

د دې ۵۷۳ کیلومتره پټلۍ لپاره ۴.۸ میلیارد ډالر پکار دي او د پاکستان پټلۍ وزارت د تېر ډیسمبر وروستیو کې وویل، چې نړیوال بانک د دې پور د ورکړې لومړنۍ هوکړه کړې ده.

تاشکند کې د افغانستان سفارت هم وايي، د نړیوال بانک، اسیا پراخیتايي بانک، اروپا رغونې او پراختیا بانک، اروپا پانګونې بانک، اسلامي پراختیا بانک، اسیا بېخ بنسټو پانګونې بانک او د امریکا نړیوالې پراختیا مالي شرکت په څېر نړیوالو مالي ادارو د دې پروژې د لګښت برابرولو لېوالتیا ښودلې ده.

د ایران او پاکستان د پټلۍ سیالي

تېر ډیسمبر د افغانستان او ایران ترمنځ اول ځل د اورګاډي تګ پیل شو.

د عکس سرچینه، ISNA

د عکس تشریح، تېر ډیسمبر د افغانستان او ایران ترمنځ اول ځل د اورګاډي تګ پیل شو.

تر دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان او ازبکستان د پټلۍ چارواکو د دې پټلۍ پر جوړولو تخنیکي خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې چې د پاکستان تخنیکي پلاوی هم و، د مزار-هرات- کندهار- کوټې پټلۍ پر جوړولو هم خبرې وشوې.

د افغانستان دوه ګاونډیان ایران او پاکستان هڅه کوي چې ګرمو اوبو ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو لار د دوی له خاروې تېره شي.

څه مهال مخکې د ایران د لار او ښار جوړونې وزیر محمد اسلامي وویل، تهران له مزار شریف سره د خواف- هرات پټلۍ نښلولو ته تیاری دی.

د هغه په خبره، سیمه کې خنډ د ټولو لپاره خنډ دی او دا ډول د ګاونډیو هېوادونو پرمختګ د ایران پرمختګ او پراختیا پورې هم تړلی دی:

"موږ افغانستان ته ویلي چې څنګه شرایطو سره د ځواکمن پلان له لارې پروژه پلې کولی او بیا تر کندهار، کابل او سوېلي او ختیځو ولایتونو رسولی شي. "

محمد اسلامي دا هم ویل، که افغانستان هو ووايي، نو تهران به دا پټلۍ جوړه کړي.

د اسیا او اروپا نښلولو پټلۍ

د افغانستان د پټلۍ پلان چې نږدې ۵۵۵۵ کیلومتره دی.

د عکس سرچینه، MOPW

د عکس تشریح، د افغانستان د پټلۍ پلان چې نږدې ۵۵۵۵ کیلومتره دی.

د ۲۰۱۸ کال نومبر کې د پاکستان لپاره د ازبکستان سفیر فرقت صدیقوف وویل، له اسلام اباد سره د تاشکند د سوداګرۍ پراختیا لپاره له مزار تر تورخم پټلۍ جوړول غواړي.

د همغه کال په ډیسمبر کې د افغانستان، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او روسیې د پټلۍ چارواکو په تاشکند کې غونډې سره پر دې وغږېدل چې لویې پټلۍ سره سوېلي او منځنۍ اسیا د اسیا او اروپا نورو مارکېټونو ته ورسېږي.

د افغانستان او ازبکستان ولسمشرانو تر پاکستان د پتلۍ غځولو پروژه تصویب کړې وه او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د تېر ډيسمبر پر ۲۹ اسلام اباد کې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر سره لیدنه کې دا پروژه تصویب کړه.

هغه مهال د عمران خان د سوداګرۍ او پانګونې چارو سلاکار عبدالرزاق داود وویل، چې دا پروژه به د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو سره د سیمه ییزې سوداګرۍ او نښلولتیا پرمختګ کې مرسته وکړي.

د ازبکستان او افغانستان را کړه ورکړه

ازبکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان او ازبکستان پټلۍ

په منځنۍ اسیا کې ازبکستان د انرژۍ او کرنیزو محصولاتو له اړخه مهم هېواد دی او دې وروستیو کې پر افغانستان سربېره تر سوېلي اسیا د خپلو توکو رسولو هڅې کوي.

ازبکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره له حیرتان تر مزار ۷۵ کیلومتره اوږده پتلۍ جوړه کړې ده.

د ۲۰۱۷ کال ډیسمبر کې افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه د ازبک سیال شوکت میرزایوف د دواړو هېوادونو ترمنځ په یوه ځل د راکړې ورکړې د پراختیا څه د پاسه ٢٠ تړونونه لاسلیک شول.

د افغانستان تر لوېدیځ هرات ولایته د څه باندې ۶۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د حیرتان مزار د اورګاډي پټلۍ د پراختیا سند هم د دې تړونونو برخه و.

ازبکستان افغانستان ته تر څلور نیم سوه میګاواټه برېښنا هم ور کړې ده.

د ویډیو تشریح، له مزاره تر هراته د اورګاډي پټلۍ