د افغانستان پخوانیو واکمنیو او د طالبانو امارت په اړه د سرور دانش څرګندونو غبرګونونه پارولي

د خپرېدو وخت

د افغانستان د تاریخ په اړه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش هغو څرګندونو چې د یکشنبې پر ورځ یې بامیانو کې کړې وې، پر خواله رسنیو سخت غبرګونه راپارولي دي.

ګڼو کسانو سرور دانش د "سدوزیو او محمدزیو" واکمنانانو او تاریخ ته په "سپکاوي" تورن کړی او له هغه يې غوښتي چې بښنه وغواړي. خو ځینو نورو بیا د ښاغلي‌ دانش د څرګندونو ملاتړ هم کړی دی.

پر خواله رسنیو له سختو غبرګونونو وروسته د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر اړ شو چې په دې اړه سپیناوی وړاندې کړي.

سرور دانش بامیان کې څه ویلي وو؟

ښاغلی دانش پرون یکشنبې ( وږی ۳۰/ سپتمبر ۲۰) له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه سفر بامیان ته تللی و.

دی هلته د خپلې وینا پر مهال له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه هم وغږېد او له خلکو یې وغوښتل چې د "جمهوریت" پلوي وکړي.

خو د ښاغلي دانش د خبرو هغه برخه ناندريزه شوې چې پر افغانستان يې د "سدوزیو او محمدزیو" واکمني "زورواکي او دیکتاتوري" بللې.

نوموړي بامیانو کې جوړې شوې غونډې ته وویل، له ۱۱۲۶ (۱۷۴۷) تر ۱۳۵۷ (۱۹۷۸) کلونو پر افغانستان د بېلا بېلو پاچاهانو واکمنۍ د طالبانو له اسلامي امارت سره "هېڅ توپير" نه درلود.

ښاغلي دانش وویل،‌ په دې دواړو واکمنیو کې خلکو نه بلکې د "یوې وړې قبیلې" پر افغانستان حکومت کړی چې، د ده په ټکو، د خلکو عامه حقونه او ازادي پکې خوندي نه وه.

پر خواله رسنیو غبرګونونه

د ښاغلي دانش دغو څرګندونو پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر ټوېټر او فيسبوک توند غبرګونونه راپارولي دي.

په نیوکه کوونکو کې ځوانان، ځينې سیاسي کسان، د حکومت منتقدین او پلویان، د طالبانو د نظام ملاتړي او د مدني ټولنې فعالانو په ګډون یو شمېر خبریالان هم شامل دي.

په دې ډله کې همدا راز د افغان حکومت اوسني چارواکي او پخواني کسان هم شته.

د بهرنیو چارو وزارت پخواني سرپرست ادریس زمان د ښاغلي دانش څرګندونې د تاریخ "ناسمه تشریح" او ناهیلې کوونکې بللې دي.

ښاغلي زمان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "د ولسمشر مرستیال دانش ته ډېر درناوی لرم. خو د تاریخ دا ډول ناسم تعبیر او زموږ د اوسني تاریخ یوه توره دوره د تېرو دوه پېړیو تاریخ او واکمنیو سره یو شان بلل حیرانوونکې او د خپګان خبره ده".

خو د ښاغلي زمان همدې ټوېټ ته په ځواب کې د جواد ناجي په نوم یوه خبریال د سرور دانش د خبرو په ملاتړ لیکلي:

"زموږ سیاسي تاریخ تور او له ستمه ډک دی. د حاکمانو له چلنده باید ناهیلي و اوسو او تاریخي واقعیتونه ومنو".

د حکومت یو بل منتقد او شنونکی عصمت قانع بیا پرخپله فیسبوکپاڼه د ښاغلي دانش خبرو ته ډېر نه دی تم شوی او پر ځينو پښتنو واکمنانو او هغو کسانو یې نېوکې کړې دي چې د سرور دانش څرګندونې يې غندلې دي.

ده یو نیم ځای په نامستقیم ډول د سروردانش له خبرو سره غاړه وړې او لیکلي يې دي چې تر احمدشاه بابا وروسته د هغه زامنو او ځینو نورو واکمنانو په ریښتیا هم د یو شمېر قومونو ازادۍ محدودې کړې او د واک پر سر یې جنجالونه سره وکړل.

خو د ولسمشر غني یوه سلاکار عبدالرشيد ایوبي بیا پر خپله ټوېټر پاڼه د ښاغلي دانش څرګندونې "زهرجنې او غیر مسولانه" ګڼلې دي او لیکلي يې دي چې اوس مهال "ملي یو والي" او د قومونو تر منځ "ريښتوني اتفاق" ته اړتیا ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو تازه ټاکل شوې استازې ښکلا ځدراڼ د ښاغلی دانش نوم نه دی یاد کړی خو پر خپله ټوېټر پاڼه يې لیکلي:

"په دغو نازکو حالاتو کې د یو شمېر خلکو له لوري حساسو قومي او ژبنیو بحثونو ته لمن وهل ډېر بد کار دی. په داسې حال کې چې ښه پوهېږي پرته له بدبختۍ او بې اتفاقۍ بله پایله نه لري خو بیا هم نه پوهېږم دا وړ بحثونه داسې کسانو ته څه ګټه کوي؟"

"دانش پخپله استبداد کوي"

څه موده وړاندې هم سرور دانش په ځينو ادارو کې د ګمارنو په برخه کې د "توپيريز" چلند خبره کړې وه،‌ او هغې موضوع هم پر خواله رسنیو له ځانه سره غبرګونونه درلودل.

یو شمېر کسانو د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر ته منسوب لیستونه خپاره کړل چې له مخې يې د ښاغلي دانش په دفتر کې شاوخوا ټول کارکوونکي هزاره توکمه او د هغه د پلرني ولایت ډایکندي بلل شوي‌ وو.

نیوکه کوونکو ویل چې ښاغلي دانش یوازې د خپلې سیمې خلک په اداره کې ورټول کړي دي.

د دوشنبې پر ورځ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون هم له همدې کبله سرور دانش په "استبداد" او "قومپالنې" تورن کړ او د هغه وروستۍ څرګندونې يې وغندلې.

دې ښاغلی دانش د حکومت نازدانه وباله او ادعا يې وکړه چې د قومندان علیپور او عبدالحکیم شجاعي غوندې پر جنايي جرمونو تورن کسان يې خوشي کړي دي او ملاتړ يې ورسره دی چې په خبره يې، د حکومت یو جګپوړي چارواکي ته داسې کول نه دي په کار.

خو د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر بي بي سي ته ویلي چې په اداره کې يې د هر قوم وګړي شته.

د سرور دانش د دفتر د رسنیو مسول محمد هدایت وايي، له عبدالحکیم شجاعي سره ښاغلی دانش هېڅ راشه درشه نه لري خو د عليپور په خوشې کېدو کې يې له قومي مشرانو سره یوازې د "ناظر" په توګه په دې موخه مرسته کړې چې د هغه په ملاتړ هغه مهال راپورته شوي لاریونونه او اعتراضونه پای ته ورسېږي.

"د استاد دانش خبرې ناسمې تعبیر شوې دي"

پر خواله رسنیو تر غبرګونونو وروسته د افغانستان د دویم مرستیال دفتر بي بي سي ته ویلي چې د سرور دانش خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

د ښاغلي دانش د دفتر د رسنیو مسول محمد هدایت وايي، هغه یوازې امارت او جمهوریت سره پرتله کړي دي:

"د استاد دانش یوازینۍ موخه د امارت او جمهوریت پرتله کول وو. هدف يې دا و چې پخوا د خلکو اراده حاکمه نه وه خو اوس موږ یو منتخب حکومت لرو چې د ټولو خلکو خوښه پکې حاکمه ده. ولسمشر لرو او زموږ ټول بنسټونه په ډيموکراتیک ډول اداره کېږي".

د محمد هدایت په خبره، ښاغلي دانش غوښتل خلکو ته ووايي چې، 'طالبان غواړي موږ تاسې تېر ته ورستانه کړي.'

ښاغلی هدایت زیاتوي: "د استاد دانش موخه په هېڅ ډول قومي مسلو ته لمن وهل نه وو. خو که چا ته کوم ناسم درک پیدا شوی وي، موږ چمتو یو چې خبرې ورسره وکړو".

خو له دې هر څه سره سره د خواله رسنیو کاروونکو له هغه غوښتي چې، د دوی په ټکو،‌ د افغانستان تاریخ او شخصيتونو ته د "سپکاوي" له کبله دې بښنه وغواړي.