"بهرني ځواکونه ښایي تر مې میاشتې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي"

امریکايي عکسر

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د روئټرز خبري اژانس د ناټو سازمان د څلور جګپوړو چارواکو له قوله ویلي، نړیوال ځواکونه ښایي له راتلونکې می میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې تر می میاشتې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو اوس د ناټو ځینې چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي، ټینګار کوي چې طالبانو هغه شرطونه نه دي پر ځای کړي چې په تړون کې یې یادونه شوې ده.

په دوی کې یوه چاراکي روئټرز خبري اژانس ته ویلي، د اپرېل میاشتې تر پایه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پلان نه عملي کېږي.

که څه هم ناټو رسماً د دې پرېکړې اعلان نه دی کړی، خو د یاد سازمان منشي ینس سټولټنبرګ او ځینو نورو اروپایي پوځي چارواکو تر ټینګار کړی چې نړیوال ځواکونه باید په مسئولانه توګه له افغانستانه ووځي.

ایا افغان حکومت ته هم ډاډ ورکړل شوی؟

ولسمشر غني

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم څو ورځې وړاندې د (اسپن ستراتیژي ګروپ) په نامه څېړنیز مرکز سره مرکه کې دې موضوع ته اشاره کړې وه.

ولسمشر غني ویلي وو، له طالبانو سره سوله او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل مشروط دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې طالبانو دا شرطونه نه دي پوره کړي، او د بېلګې په توګه یې افغانستان کې زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته اشاره وکړه.

د دې مرکې په یوه برخه کې ولسمشر غني وویل، ګرانه ده چې نړیوال ځواکونه دې د می میاشتې تر ضرب الاجله له افغانستانه ووځي.

د امریکا دریځ څه دی؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، د امریکا نوې اداره په دې پوهېدل غواړي چې د پخوانۍ ادارې او طالبانو هوکړه کې څه نغښتي دي.

نوموړي د بهرنیو چارو وزیر په توګه خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل:

"له افغانستان سره په تړاو او یو له هغو مسلو چې پکار ده موږ باید ور باندې وپوهېږو دا دي چې د امریکا او طالبانو تړون کې څه راغلي دي چې ډاډ ترلاسه کړو او بشپړ وپوهېږو طالبانو څه ژمنې کړې او موږ څه ژمنې کړې دي، نو موږ دې ټکو ته پام کوو."

د امریکا د ملي امنیت ادارې هم تېره اوونۍ ویلي وو، واشنګټن غواړي چې له افغان طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د تېر کال د سولې تړون وارزوي.

انټوني بلېنکن

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې تړاو د سپنې ماڼۍ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو: "سپینه ماڼۍ دا باوري کول غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو په ګډن دا وسلواله ډله پر خپلو ژمنو ولاړه ده."

طالبان بیا وایي چې له امریکا سره د خپلمنځي تړون پر ټولو ژمنو ولاړ دي، او ټینګار کوي چې مقابل لوری، یعنی امریکا دې هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

یاده ډله وایي، نړیوال ځواکونه باید د دوحې تړون سره سم تر راتلونکی می میاشتې له افغانستانه ووځي.

بله خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم څو ورځې وړاندې د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې طالبانو سره پر شوي خپلمنځي تړون دې عمل وکړي.