تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د ۷ ولایتونو ۲۰ چارواکي د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته وپېژندل شول
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغان حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د اوو ولایتونو ۲۰ لوړپوړي چارواکي د کورونا وېروس ضد ځانګړې شوې بودیجه کې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
تازه ګام کې د افغان حکومت د بازرس ادارې د لوګر، بامیان، کندوز، بغلان، خوست، پروان او دایکندي ولایتونو چارواکي له کورونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې بودیجه کې د فساد، اختلاس او خپل واک ناوړه کارولو په تور دې ادارې ته ور پېژندلي دي.
د افغان حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو کې شپږ والیان، یو مرستیال والي، د عامې روغتیا رییسان، مالي او تدارکاتو رییسان او یو ښاروال هم شته.
معرفي شویو کسانو کې ځینې پخواني او ځینې اوسني والیان دي.
لویي څانوالۍ هم ویلي، دوی ته د اوو ولایتونو د چارواکو دوسیې رسېدلې، خو نه یې د چا نوم اخیستی او نه یې په اړه نور جزیات ور کړي دي.
د دې ادارې ویاند جمشېد رسولي وايي، له فساد او له درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې اختصاصي څارنوالي د دې تورنو کسانو مسله څېړي.
تراوسه عدلي چارواکو د تورونو کسانو نومونه ډاګیز کړي نه دي، خو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دغه کسان د لسکونه میلیونه افغانایو په فساد تورن دي.
پخوا هم بازرس ادارې ځینې لوړپوړي چارواکي لکه د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فېروز د دې وزارت پخواني مرستیالان او یو برحال مرستیال او د عامې روغتیا وزارت ولایتي مشران او نور لوړپوړي چارواکي له کورونا سره د مبارزې پيسو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته پېژندلي وو.
خو د دې تورنو د برخلیک په اړه نور جزیات ډاګیز شوي نه دي او په دوی کې ځینو یې ورته تورونه رد کړي وو.