تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان فوټبال کې جنسي ځورونه؛ لویه څارنوالي اروپا ته پلاوی استوي
- Author, نصرت صمیمي
- دنده, بي بي سي، کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تر ادعا یوه میاشت وروسته، نن لویې څارنوالۍ اعلان وکړ چې دننه په افغانستان کې په دغه قضیه کې له ښکېلو لوبغاړو او چارواکو څېړنې بشپړې شوې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي خبریالانو ته وویل؛ تردې مهال له ۳۰ کسانو پوښتنې شوې چې پکې فوټبالرې او د فدراسیون چارواکي او کارکوونکي شامل دي.
ښاغلي رسولي په افغانستان کې د څېړنو د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه خو ویې ویل چې د لویې څارنوالۍ پلاوی به د خپلو څېړنو بشپړولو لپاره ځینو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي:
"دا چې دا قضیه بهرني اړخونه هم لري، اړتیا ده چې د اسنادو او شواهدو ترلاسولو او له اشخاصو او ادارو سره په حضوري ډول د مرکو لپاره زموږ پلاوی بهر ته سفر وکړي. دا د پلټنو په بهیر کې یو مهم او لازمي کار ګڼل کېږي".
له فیفا غوښتنه
د ښاغلي رسولي په خبره، دغه پلاوي د لویې څارنوالۍ له لارې له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتنه کړې چې ورته د سفر امکانات برابر کړي. ترڅو دوی له هېواده بهر هم خپلې څېړنې بشپړې کړي او په افغانستان کې له موندنو سره یوځای خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
ښاغلي رسولي وویل؛ لویې څارنوالۍ د یوه لیک له لارې د فوټبال له نړیوال فدراسیون یا فیفا نه هم غوښتي چې که جېرې د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې په تړاو اسناد او شواهد لري له دوی سره دې شریک کړي.
د افغانستان د فوټبال مالي ملاتړي شرکت حمِل نه هم سپیناوی غوښتل شوی چې ولې یې له وخت مخکې خپل قرارداد فسخه کړی.
تېره میاشت چې برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکو د فوټبالرو د جنسي ځورونې ادعاوې خپرې کړې، د افغانستان لویې څارنوالۍ د دغه فدراسیون د رییس په ګډون د پنځو چارواکو دندې وځنډولې او وروسته یې بهر ته له تلو هم منع کړل.
خو ښاغلي رسولي وویل؛ څېړونکي پلاوي د فوټبال فدراسیون مرستیال یوسف کارګر دنده بېرته له تعلیقه ویستلې او خپلې دندې ته تللی شي.
هغه وویل؛ تراوسه د ښاغلي کارګر په اړه هېڅ کومه ادعا یا سند نه دی ترلاسه شوی، خو که اړتیا شي څېړنې به ترې کېږي.