خلیلزاد: افغان دولت او طالبان دې ژر یوې سیاسې هوکړې ته ورسېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د افغانستان "اسلامي جمهوریت او طالبان باید د خپلو خلکو د غوښتنو درناوی وکړي او هر څومره ژر چې شونی وي، یوه سیاسي توافق ته ورسیږي".

خلیلزاد غزني کې په یوه چاودنه کې د ۱۵ ماشومانو وژنه او د ۲۰ نورو ټپي کېدو ته په اشارې پر خپل ټویټر کې لیکلي چې "د ملکيانو په ګډون، د افغانانو وژنه او مړینه ډېره عامه شوې ده" او دوی د تاتریخوالي روانه "لوړه کچه" او د دغه تاوتریخوالي عاملین غندي.

خلیلزاد زیاته کړې "په ډیرو افغانانو کې چې سولې او امنیت ته اړتیا او هیله لري، بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی".

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د جګړې پر ټولو ښکیلو خواو غږ کړی چې "اور کم کړي او په چټکۍ اوربند وکړي".

د افغانستان د سولې بین الافغاني مذاکرات شاوخوا څلور میاشتې مخکې دوحه کې پيل شول.

د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د اوږدو خبرو او ناستو پایله کې د بین الافغاني مذاکراتو پر کړنلاره او کاري اصولو تر هوکړې او د خبرو د اېجنډا د لیستونو تر تبادلې وروسته د مرغومې/جدي تر ۱۶مې دمه اخیستې ده.

دواړو خواو ویلي دا دمه مشرانو سره د هغو موضوعاتو په اړه د سلا مشورو لپاره شوې چې اجنډا کې یې د شاملېدو غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د دولت پلاوی تر دې دمې وروسته کابل ته راستون شوی او د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی دی.

ویل کېږي د طالبانو پلاوی اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې په پروسه او نورو موضوعاتو غږېدلی او د دولت پلاوي تېره ورځ ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

ښاغلي غني د دولت د پلاوي غړو ته په دې ناسته کې سپارښتنه وکړه چې د مذاکراتو د لومړي پړاو مالومات له خلکو سره شریک او د راتلونکي پړاو په اړه ورسره مشوره وکړي.