کابل کې د ولسي جرګې پر وکیل خان محمد وردګ موټربم برید؛ ۹ کسان وژل شوي ۲۰ نور ټپیان دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان پلازمېنې کابل لوېدیځ پنځمې حوزې اړوند سپین کلي سیمه کې له کابله ولسي جرګه کې د وکیل خان محمد وردګ د موټرو پر کاروان موټر بم برید شوی، چې د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو په وینا، لږترلږه ۹ ولسي وګړي پکې وژل شوي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، چاودنه کې د خان محمد وردګ په ګډون ۲۰ کسان ټپیان شوي او چاودنه د موټربم له کبله شوې ده.

ښاغلي اندرابي چې د چاودنې ځای کې یې رسنیو ته خبرې کولې وویل، اوس دوی څېړنه کوي چې چاودلي موټر کې سړی و او که نه او چاودنه کې کوم ډول چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې چاودنې ته څېرمه ودانیو ته هم زیانونه اوښتي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، په چاودنه کې درې موټر سوځېدلي او د چاودنې هدف په ولسي جرګه کې د کابل ولایت استازی خان محمد وردګ و.

د افغانستان ولسي جرګې یوې سرچینې ویلي، خپله خان محمد وردګ هم ژوبل دی او استقلال روغتون ته وړل شوی دی.

خان محمد وردګ د "خان سټیل" شرکت څښتن او پارلمان کې وکیل دی. تر اوسه ددغه برید مسئولیت چا نه دی منلی.

پر ټوېټر ځینو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې دوو موټرو اور اخیستی، لوګي او د اور لمبې ترې پورته کېږي او سیمه کې ډزې کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، د پېښې قربانیانو کې ښځې، ماشومان او سپین روبي کسان هم شته.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي: "ترهګرو نن یوځل بیا د کابل پنځمې حوزې اړوند یوه سیمه کې ترهګریز برید وکړ. ترهګر خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلي."

دی وايي، په تېرو دریو میاشتو کې د "افغانستان دښمنانو" ۳۷ ځانمرګي بریدونه او ۵۱۰ چاودنې کړې، چې "له بده مرغه نژدې ۵۰۰ ملکي وګړي پکې شهیدان او تر ۱۰۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي".

کابو یوه اونۍ مخکې هم کابل کې د ولسي جرګې د یوه بل وکیل توفیق وحدت پر موټر برید کې لږترلږه دوه کسان وژل شي وو او دوه نور ټپیان وو.

د تېرې پنجشنبې په ورځ، د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

غبرګونونه

د پاکستان پخواني سیاستوال افراسیاب خټک د کابل ننني برید په غبرګون کې ویلي، "ترهګر له خپلو کورنیو او نړیوالو ملګرو سره پر عامو افغانانو، بېخ‌بناوو او د دولت پرضد بریدونه کوي. له بده مرغه دوحه کې د امریکا- طالبانو ترمنځ هوکړې د افغانانو پروړاندې د ترهګریزو بریدونو مخنیوي کې پام وړ اغېز نه لري "د سولې بهیر" له اوربند پرته بې معنا دی".

هلمند او ننګرهار کې چاودنې

بل خوا، د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر او د کورنیو چارو وزیر وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ په مومن خان سیمه کې د ملي اردو ځواکونو پر یوه پوسته د برید پلان درلود، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې په نښه او هدف ته له رسېدا مخکې ویشتلی دی.

ځايي خلک وايي، وسله والو وسله والو په تېرو څو میاشتو کې پر دې پوسته څو ځله ډله ییز بریدونه کړي.

ځایي خلک وایي تر چاودنې وروسته وسلوالو برید هم پیل کړی او دمګړۍ په سیمه کې جګړه روانه ده.

دوی وايي، دا پوسته د وکیل اغا په نامه مشهوره ده. وسله والو څو ځله هغه ته خبر ورکړی و، چې پوسته پرېږدي.

وکیل اغا ولي د ناوې اوسېدونکی او اوس په پوځ کې دنده لري، چې د خلکو په خبره دغه ولسوالۍ ته یې د وسلوالو طالبانو مخه ډب کړې ده.

بل پلو، د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، جلال اباد لومړۍ ناحيه کې د پولیسو په رینجر چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی او دوه نور ژوبل دي. رینجر بهسودو پل ته څېرمه اميد اباد کې سړک غاړې په خښ شوي ماين ور برابره شوې ده.