افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر بګرام اډه توغندیز برید

د خپرېدو وخت

د کابل په شمال پروان ولایت کې سیمه ایزو چارواکو ومنله چې نن سهار (شنبه، ۲۹ لیندۍ) پنځه توغندي د بګرام پر هوایي اډه لګېدلي، چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د توغندیو د څرنګوالي په اړه بي بي سي ته وویل، دا کاتیوشا ډوله توغندي دي چې نن سهار مهال شپږ بجې له یوه مازدا ډوله موټر پر بګرام اډه توغول شوي.

تر اوسه ددغو توغندیو د توغولو مسئولیت چا نه دی منلی.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، ۱۲ توغندي د توغولو لپاره چمتو شوي وو له دې ډلې ۵ توغول شوي او ۷ نور یې نه دي توغول شوي.

د ښاغلي قدوسي په وینا، توغندي د بګرام اډې د ننه ودانۍ کې لګېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه مالومات نشته.

هغه زیاته کړه، چې ۷ نور توغندي شنډ کړل شوي او هغه سیمه چې توغندي ترې توغول شوي د قلندر خان سیمې ته نژدې او بګرام ولسوالی مرکز چې د دولت تر کنټرول لاندې دی، پرته ده.

امریکا یي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته طالبانو ژمنه وکړه چې وسله وال به یې افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي.

دواړه لورو په ځلونو پر یوبل تور پورې کړی چې د هوکړې موارد تر پښو لاندې کوي. تېره ورځ طالبانو اعلان وکړ چې د بهرنیو ځواکونو له لوري په ناجنګي او ملکي سیموکې لکه ارغستان او کندهار ارغنداب ولسوالیو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې دا د هوکړې نقض دی.

د بهرنیو ځواکونو بګرام اډه څو ځلې د وسله والو له لوري د ځمکې او هوا له لورې تر توغندیزو بریدونو لاندې راغلې چې تر ټولو خونړی یې د ۱۳۹۸ کال قوس میاشت کې و چې یوه ډله وسله والو پر دغې اډې برید وکړاو له هغې وروسته یې په یو روغتیایي مرکز کې ځای ونیوه چې د هوایي برید پر مټ ټول بریدګر ووژل شول.

یاد برید کې دوه ملکي کسان ووژل شول او د څلورو امریکایي سرتېرو په ګډون یې ۷۰ تنه ټپیان کړل.

سږ کال اسد میاشت کې سي اېن اېن خبر خپور کړ چې داسې اسناد یې تر لاسه کړي چې ایران وسله والو طالبانو ته پیسي ورکوي تر څو امریکایي ځواکونه په نښه کړي او په ایران کې د د قاسم سلیماني وژل هم د ایران او طالبانو اړیکو سره تړلې موضوع ده.

د سي اېن اېن د راپور له مخې په بګرام اډې د برید پلان هم ایران سره تړاو لري.