افغان او پاکستاني چارواکو نوي سند کې پر څه هوکړه کړې؟

هوکړه

د عکس سرچینه، Arg

د خپرېدو وخت

د افغانستان او پاکستان چارواکو په دواړو هېوادونو او ټوله سیمه کې د سولې او ټیکاو د ملاتړ لپاره پر ګډ لیدلوري هوکړه کړې ده.

دا هوکړه کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې ورځې سفر او له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو وروسته شوې ده.

د دې هوکړې د سند له مخې د افغاستان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پرمختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو برخه کې ګډې همکارۍ ته دوام ور کړي.

د دې هوکړې مهموالی او جدیت په دې کې بلل کېږي چې پر هره مسله د کار لپاره مهالوېش هم ټاکل شوی دی.

افغان او پاکستاني چارواکي دا هوکړه د افغانستان، پاکستان او په پراحه کچه سیمه کې د سولې او ټیکاو د ملاتړ لپاره مهم ګام بولي، چې د سولې، امنیت، اقتصادي پراختیا او ولسي اړیکو په تړاو پکې بنسټیز اصول ځانګړي شوي دي.

دغه هوکړه له دوو برخو جوړه ده؛ لومړی پر ګډو پرېکړو او دویمه برخه د هوکړې د پلي کېدو پر لارو چارو او مهالوېش ټوله ده.

دې سند کې لیکل شوي چې لوړ پوړو افغان او پاکستاني پلاوو د نومبر پر ۱۹سره ولیدل او په دې سلا شول چې دواړو هېوادونو او سیمه کې د سولې او ټیکاو راوستلو لپاره نوي ګډ لیدلوري ته ورسېږي چې څنګه د یو بل مرسته وکړي.

سند کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ځانګړو اړیکو ټینګار شوی؛ چې پر روڼتیا او د یو بل ملي حاکمیت ته په درناوي ولاړ وي.

سند کې ویل شوي، له نورو هېوادونو سره د افغانستان همغږي او د ملګرتیا اړيکي کوم ګواښ نه پېښوي، چې ښايي اشاره به یې له هند سره د افغانستان اړیکو ته وي.

د سولې هڅې

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سند کې د کډوالو ستونزې پر چټک هواري هم خبره شوې ده.

سند کې د دواړو هېوادونو د تلپاتې سولې او ټیکاو مسله مهمه بلل شوې او تلپاتې سولې ته پر رسېدو ټینګار شوی دی.

په دې سند کې تلپاتې سوله داسې پېژندل شوې چې ټولشموله او له اساسي قانون سره سم ولسواک نظام ته- چې پکې د ښځو او سړیو حقونه خوندي وي- درناوی شوی وي.

هوکړه په دې ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو خاوره دې د یو بل پرضد د مضرو موخو لپاره نه کارېږي.

د سند بل مهم بند دا دی چې دواړه هېوادونه باید د سولې د مخالفانو او هغو کسانو په پېژندنه او پر وړاندې ګام اخیستو کې ګډ کار وکړي چې نه پخلاکېدونکي دي او یا د سولې بهیر کمزوروي.

هوکړه کې ویل شوي پاکستان او افغانستان دې د سوداګرۍ، د حکومتي ادارو ترمنځ د روابطو، د ولسونو ترمنځ د اړیکو او د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو ترمنځ د راشه درشه له لارې دوه اړخیز اړیکي پیاوړي کړي.

د کډوالو د ستونزې چټک هواری بله هغه موضوع ده چې دې سند کې یې یادونه شوې ده.

د هوکړې پلیتابه ټاکلی مهالوېش

افغان

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، دا هوکړه د افغان او پاکستاني چارواکو پر تګ راتګ هم ټینګار کوي.

سند کې د پام وړ خبره د پرېکړو د پلي کېدا اثار او د ځینې ګامونو لپاره ټاکلی مهالوېش دی.

رسنیو کې د سند یوه نسخه وايي، دواړه غاړې سلا شوې چې د ډیسمبر تر ۱۵ نېټې د سولې د غلیمانو او د سولې بهیر په وړاندې د خنډاچوونکو پرضد د همکارۍ او د هغوی د ارزونې او مالومولو لپاره ګډ استخباراتي فعالیتونه بیا په کار واچول شوي.

سند همدا راز د راتلونکې جنورۍ تر لومړۍ نېټې د افغان کډوالو ستنېدو لپاره د یوه ګډ وړاندیز پر جوړېدا هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه کې د همکارۍ د دې بهیر د ژوندي ساتلو لپاره په نوبتي ډول د یو بل پلازمېنې ته د دواړو هېوادونو د مشرانو د سفرونو سپارښتنه شوې ده او وايي ټاکلې ده ولسمشر غني راتلونکي میلادي کال کې اسلام اباد ته لاړ شي.