تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سرور دانش: د طالبانو ډېر خوشي شوي بندیان بېرته د جګړو ډګر ته ګرځېدلي
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هېواد کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو او د نوموړي په وینا د سولې پروسې سره د طالبانو پر نه همکارۍ د نیوکو ترڅنګ ویلي د دې ډلې ډېر خوشې شوي بندیان د خپلو ژمنو خلاف بېرته جګړو ته ګرځېدلي دي.
هغه نن دوشنبه (د لړم/عقرب په ۱۹مه) کابل کې د حکومت د ویاندویانو عمومي غونډې ته وویل حکومت په ټوله مانا او ځواک هېواد کې د باعزته سولې او دوامدار امنیت ملاتړ کوي.
د ښاغلي دانش په وینا، طالبان په خپل نه نرمېدونکي دریځ سره د تېرو نژدې دوو میاشتو خبرو له خنډ سره د مخامخ حالت او د پرمختګ نه کېدو لامل شوي دي.
نوموړی وايي د افغانستان خلک دغه وضعیت ته په کتو حق لري چې د سولې په پروسه بې باوره شي.
دانش وویل افغانان حکومت هم د دې لپاره ګرم ګڼي چې طالبانو ته د دې ډلې د بندیانو په خوشې کېدو کې ډیر امتیاز ورکړ شو.
د افغانستان حکومت ۵ زره طالب بندیان د امریکا او طالبانو ترمنځ تېره فبرورۍ کې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې خوشې کړل.
دولت له دې ډلې څه ناڅه۴۰۰ بندیان خطرناک وبلل او د هغوي د خوشي کېدو پرېکړه یې مشورتي لویې جرګې ته وسپارله.
په دې جرګه کې د شاوخوا ۷۰۰ ښځو په ګډون ۳۲۰۰ استازو برخه درلوده او د طالب بندیانو د خوشې کېدو سپارښتنه یې وکړه.
د بشري حقوقو مدافع بنسټونو او د بښنې نړیوال سازمان پر دې پرېکړه غبرګون او د خطرناکو بندیانو په خوشې کېدو اندېښنه وښوده.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې پروسه کې باید د جګړو قربانیان له پامه ونه غورځول شي او د افغانستان د بشري حقوقو کمیسیون د بندیانو د خوشې کېدو پروسه کې د روڼتیا او د دې ډاډ ترلاسه کېدل غوښتي وو چې دغه کسان بېرته د جګړې ډګر ته ونه ګرځي.
د افغانستان حکومتي سرچینو وړاندې هم څو ځله د جګړې ډګر ته د خوشي شویو بندیانو د ګرځېدو ادعا کړې، خو طالبانو په کلکه رد کړې ده.
طالبان پر حکومت دا تور هم پورې کوي چې ګواکې د دوی د خوشي شویو ملګرو پر کورونو شپنۍ چاپې اچوي او هغوي بېرته نیسي.
د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا په بېلابېلو مرکو کې د خوشي شویو طالب بندیانو په اړه د دواړو خواو د ادعا لپاره د کره شواهدو د نشتوالي یادونه کړې ده.