تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت څه باندې سل تنه نور طالب بندیان هم خوشي کړي
افغان حکومت د طالبانو د پاتي ۳۲۰ زندانیانو له ډلې څه باندي سل تنه یې د څرخي پله او یو شمېر ولایتونو له زندانونو نه خوشي کړي دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا او طالبانو ویلي، د دې وروستیو خوشي شویو زندانیانو په اړه به سې شنبه رسنیو ته مالومات ورکړي.
رپوټونه وایي چې د خوشي شویو کسانو تر ټولو لویه ډله د څرخي پله له زندانه خوشي شوي، چې شمېر یې ۴۷ تنه ښودل شوی.
که څه هم تر دي دمه افغان حکومت په رسمي توګه د دې وروستۍ ډلې د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو هغه ویډیوګانې او تصویرونه چي پر خواله رسنیو خپاره شوي ښیي چي دغه کسان د شپې تیاره کې خوشي شوي او یو بل ته مبارکۍ ورکوي .
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چي په دې اړه به سې شنبه رسنیو ته مالومات ورکړي.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وایي چې د تازه خوشي شویو زندانیانو د شمېر په اړه به وروسته مالومات خپاره کړي.
بله خوا رپوټونه وایي چې د دوشنبې پر ورځ د کندهار د سرپوزې له زندان نه هم اته تنه طالب زندانیان، چي ویل کیږي د دغه ډلي مهم کسان وو، خوشي شول. ویل کېږي چې په دې ډله کې ځیني داسې زندانیان هم وو چې په اعدام محکوم شوي.
له یو شمېر نورو ولایتونو هم د طالب بندیانو د خوشي کېدو رپوټونه ورکړل شوي، خو لا یې د شمېر او ځای په اړه ډېر کره مالومات نشته.
دا وروستي خوشي شوي کسان د هغو ۴۰۰ طالبان زندانیانو په ډله کې دي چي افغان حکومت یې په جدي جرمونو کې ښکېل بولي او خوشي کولو ته یې زړه نه ښه کاوه.
خو طالبانو د بین الافغاني خبرو تر پيلېدو مخکي تل د دې کسانو پر خوشي کېدو ټینګار کاوه.
د رپوټونو له مخې د کابل او کندهار تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کي هم یو شمېر طالب زندانیان خوشي شوي، چي شمیر یې ۵۸ تنه ښودل کیږي .
افغان حکومت د وسلوالو طالبانو د ۴۰۰ مهم زندانیانو د خلاصون په بدل کې د خپلو هغو کومانډ پوځیانو د خلاصون شرط ايښي دی چي لا هم د طالبانو په بند کې دي.
یاده دې وي چې دوه اوونۍ وړاندي هم افغان حکومت د یادو ۴۰۰ زندانیانو څخه اتیا تنه یې د څرخي پله له زندان نه خوشي کړي وو .
د طالب زندانیانو د وروستۍ ډلې د خوشي کېدو رپوټونه په داسې حال کې ورکړل کېږي چې لا هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو نېټه نه ده مالومه.
د سولې پر موضوع د حکومت خپلمنځۍ ناندرۍ
بله خوا په افغان حکومت کې دننه هم د سولې پر موضوع د نظر اختلاف او ناندرۍ را برسېره شوې دي.
د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې شورا هغه ترکیب رد کړ چې دوې ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا اعلان شوی و.
ښاغلي عبدالله ویلي چي د ده او ولسمشر غني ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې له مخې، د دې شورا جوړول د ښاغلي عبدالله له واکونو څخه شمېرل کیږي .
د ښاغلي عبدالله له دې اعلان وړاندې یو شمېر نورو مخکښو افغان سیاستوالو هم په دې شورا کې له غړیتوب انکار کړی و، او یا یې هم پر ترکیب نیوکې کړې وې.
خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، د دې شورا د ترکیب په اړه د ډاکټر عبدالله په ګډون له ګڼو کسانو سره سلا مشوره شوې وه.
د ښاغلي عبدالله له دې اعلان وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړیتوب رد کړی و، او ځینو نورو سیاستوالو یې هم پر ترکیب نیوکې کړې دي.