تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغان خصوصي پوهنتونو کې د غیر قانوني پوهنځيو جوړول څېړل کېږي"
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي د هغو خصوصي پوهنتونو په اړه یې څېړنې پیل کړي چې په غیر قانوني ډول یې پوهنځي جوړ او محصلین جذب کړي دي.
دغه وزارت همدا راز د ماسټرۍ دورې له محصلینو غوښتي وړاندې له دې چې په یو خصوصي پوهنتون کې زدکړې پیل کړي لومړی دې معلومات تر لاسه کړي چې له دغه وزارت سره ثبت دی کنه.
احسان الله عمري د کابل په داسې یو خصوصي پوهنتون کې زدکړې کوي چې د لوړو زدکړو وزارت کابو دوه کاله وړاندې د دغه پوهنتون دوه پوهنځي لغوه کړي و.
دی وايي له هماغې مودې نه دی توانېدلی چې په دغه پوهنتون کې د کړو زده کړو اسناد تر لاسه او له مخې یې بل پوهنتون کې خپلې زدکړې پای ته ورسوي.
په وروستیو کلونو کې د کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې زیات شمېر خصوصي پوهنتونو نه جوړ او زرګونه کسان یې هم د زده کړو لپاره جذب کړي دي.
نعمت الله بیا وايي پوهنتون په غیر قانوني بڼه زدکړیالان جذب کړي او اوس محصلینو ته داسې کوم سند نه ورکول کېږي چې هغوی دې دلته زدکړې کړې وي.
د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت هم مني چې یو شمېر خصوصي پوهنتونونو غیر قانوني پوهنځي جوړ کړي چې سندونه یې دغه وزارت ته د اعتبار وړ نه دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان وايي هغه زدکړیالان چې له ورته برخلیک سره مخ شوي د زده کړو د دوام په موخه به نورو خصوصي پوهنتونونو ته ور وپېژندل شي.
هغه وايي د خصوصي پوهنتونونو په غیر قانوني پوهنځيو کې د محصلینو د زده کړو د مخنیوۍ په موخه د پوهنتونونو د سندونو د څېړلو بهیر یې پیل کړی دی.
د لوړو زدکړو وزارت همدا راز د ماسټر دورې له زدکړیالانو غوښتي وړاندې له دې چې په کوم خصوصي پوهنتون کې نوم لیکنه وکړي یا زدکړې پیل کړي باید لومړی یې په اړه کره معلومات تر لاسه کړي.
که څه هم چې د لوړو زدکړو په برخه کې د خصوصي پوهنتونونه ډېرښت یو لویه لاس ته راوړنه ګڼل کېږي، خو د دغه سکتور سوداګریز کېدل او د غیری قانوني کړنو تر سره کول هغه څه دي چې د افغانستان تحصلي نظام یې تر پوتنې لاندې راوستی دی.