دایکندي کې چاودنې ۱۴ ولسي وګړي ووژل

د خپرېدو وخت

د افغانستان مرکزي ولایت دایکیندي کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت کجران ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ۱۴ کسان وژل شوي او درې ټپیان دي. په وژل شویو کې ۷ ښځې، ۵ ماشومان او ۲ سړي دي او ۳ ماشومان ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، چاودنه د سې شنبې په ورځ( د سپټمبر ۲۹) سهار په سلیمان اباد کلي کې شوې ده. لا هم مالومه نه ده چې د پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي که نه.

د دایکندي د والي ویاند نصرالله غوري بي بي سي ته وویل، چاودنه د ولسي وګړو په موټر هغه مهال شوې چې یوه زیارت ته تلل. ښاغلی غوري زیاتوي، د پېښې ټپیان د کجران ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي. نوموړی

دا هم وايي، چې دا مین وسلوالو طالبانو اېښی و، خو دې ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دې پېښې کې ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

نوموړی خپل ټوېټر کې د ځايي چارواکو په څېر د پېښې مسوول طالبان بولي او زیاتوي:

"دا کار د ولس پرضد د طالبانو د جنایت دوام ښيي. تېرو شپږو میاشتو کې دې ډلې ترهګریزو بریدونو سره زموږ نږدې ۳۵۰۰ ولسي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي."

کجران هم د دایکندي د ځینې نورو ولسوالیو په څېر له نارام هلمند ولایت سره پوله کې پرته ده او کله کله پکې طالبان فعال وي.

په ورته مهال غزني کې ځايي چارواکي وايي، د غزني ښار په نواباد کې پر یوه کور د هوان غورځېدو له امله درې کسان ټپي شوي دي.

ځايي چارواکي وسلوال طالبان د دې پېښې مسوول بولي، خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

سره له دې چې وروستیو میاشتو کې په لویه کچه چاودنې کمې شوې، خو کابل او ځینې نورو ولایتونو کې د چسپکي ماینونو په ګډون هدفي بریدونه اوڅار ډېر شوي دي.

د افغانستان د انساني حقونو د تازه رپوټ له مخې، مقناطیسي یا چسپکي بمونه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدو یو عامل دی.