تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو روزګان کې له څو ساعته جګړې وروسته ۲۸ پولیس وژلي دي
د روزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د افغان پولیسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ شپه کې له څو ساعته جګړې وروسته لږ تر لږه ۲۸ افغان پولیس وژل شوي دي. د روزګان چارواکي ادعا کوي وسلوالو طالبانو دا پولیس له تسلمېدو وروسته وژلي دي.
خو طالبان وایي چې دا کسان په مخامخ جګړه کې وژل شوي او د افغان چارواکو دا ادعا ردوي چې ګواکې پولیس لومړی تسلیم شوي او بیا وژل شوي دي.
د روزګان د والي ویاند زړګی عبادي وایي، وسلوالو طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د ګېزاب ولسوالۍ یو شمېر امنیتي پوستې کلابندې کړې وې.
ښاغلی عبادي وایي، طالبانو دې پوستو کې مېشتو پولیسو ته ویلي وو، که ورته تسلیم شي نو اجازه به ورکړي چي خپلو کورونو ته ولاړ شي.
خو نوموړی ادعا کوي چې طالبانو د خپلې ژمني خلاف ۲۸ تنه ملي او محلي پولیس تر تسلیمېدو وروسته وژلي دي.
په ګېزاب ولسوالۍ کې څه روان دي؟
یوه اوونۍ کیږي چې وسلوالو طالبانو د روزګان پر ګیزاب ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي. له سیمې نه وروستي رپوټونه وایي چې جګړه اوس د یادې ولسوالۍ مرکز ته رسېدلې ده .
ویل کېږي چې افغان ځواکونه د ولسوالۍ له ټولو برخو را په شا شوي او اوسمهال د ولسوالۍ مرکز کې دیره شوي دي .
طالبانو سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې ستن هم ویجاړه کړې، چې له کبله یې ګېزاب ولسوالۍ سره اړیکې غوڅې شوې دي.
دوې ورځې وړاندې هم وسلوالو طالبانو روزګان کې د جګړې پر مهال ۱۴ افغان سرتیري وژلي وو.
دغه ډله پخپله هم مني چې په تېرو څو ورځو کې یې ۶۰ حکومتي سرتیري وژلي، ۳۵ نور جګړه کې ژوبلېدلي او درې تنه یې ژوندي نیولي دي.
طالبان همدا راز ادعا کوي چې روزګان کې پر څه باندې ۲۰ حکومتي پوستو یې ولکه ټینګه کړې او په لوی شمېر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دي .
تېره ورځ پر خواله رسنیو د شاوخوا ۱۵ هغو حکومتي سرتیرو تصویرونه هم خپاره شوي وو، چې په ډزو وژل شوي.
دا تاوتریخوالی په داسې مهال کېږي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې روانې دي.
دې خبرو کې د افغان دولت پلاوی په ټول افغانستان کې پر اوربند ټینګار کوي. خو طالبان وایي، تر هغې چې د جګړې لاملونه نه وي ختم شوي دوی اوربند نه کوي.