اسدالله خالد: طالبانو د "خپلو بادارانو په امر" تاوتریخوالی ډېر کړی

د خپرېدو وخت

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، طالبانو د خپلو "بادارانو په امر"جګړې او تاوتریخوالي ته زور ورکړی. نوموړي دا څرګندونې یکشنبه د لغمان مرکز مهترلام کې یوې ولسي او د ځایي حکومتي چارواکو غونډې ته په خبرو کې وکړې.

ښاغلي خالد د کوم بهرني هېواد یا ادارې نوم وانخیست، خو ټینګار یې وکړ چې طالبانو د سولې په خبرو کې د زیات امتیاز ترلاسه کوله لپاره تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

د دفاع وزارت چارسمبالي زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو د سولې بهیر ته د درناوي په موخه جګړه ورو کړې او اوسمهال په دفاعي حالت کې دي.

نوموړي وویل: "متاسفانه چې په جنګ کې کموالی نه دی راغلی، خو لا زیات شوی. هغه فشارونه چې دا څو ورځې یې تاسې وینئ، شاید د همدې برنامې یو جز وي چې دوښمن غواړي په خبرو کې امتیاز ولري. او تاسې خبر یاست چې دا امر څو ورځې مخکې د دونی بادارانو له دې اغزن تار ور هاخوا ورته کړی ".

یاده دې وي چې د طالبانو یو پلاوی، چې مشري یې دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادار کوله، په رسمي سفر پاکستان ته تللی و.

له دې سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو، طالبان لا هم امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر پاکستان د د طالبانو د هغه سفر په غبرګون کې ویلي وو، ښه به وای چې پاکستان په دې لړ کې افغان حکومت سره هم مشوره کړې وای.

د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې؛ ننګرهار کې ولسي خلک وژل شوي

د دفاع وزارت چارسمبالی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې مرګژوبله اوښتې.

په تازه پېښه کې د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې پنځه ماشومان او يوه مېرمن وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، مرمۍ یکشنبه د ولسي خلکو په یو کور غورځېدل ده چې ۴ ماشومان هم په کې ژوبل دي چې عمرونه يې د ۲ تر لسو کلونو دي.

دا مالومه نه ده چې مرمۍ د چا لخوا ویشتل شوې، خو د والي ویاند وایي په سيمه کې وسله والو طالبانو پر افعانانو ځواکونو بريد کړی و چې وروسته یې ترمنځ جګړه هم شوې ده.

خو طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هاوان مرمۍ د حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي خلکو پر کور ویشتل شوې ده.

بل لور ته له غزني ښاره هم وروستي رپوټونه وایي چې افغان ځواکونو په ښار کې دننه او شاوخوا سیمو کې خپل شتون ډېر کړی.

د ملي دفاع وزارت یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تازه دمه کومانډو ځواکونه د غزني ښار او په ځانګړې توګه د (ارزو) سیمې ته رسېدلي او وضعیت یې کنترول کړی.

اعلامیه وایي، طالبانو ارزو سیمې ته تلونکې لار باندې ماینونه ایښي، خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې سیمه له ماینونو پاکه کړي.

د بین الافغاني خبرو د پیلېد تمه

د تاوتریخوالي وروستي رپوټونه داسې مهال مخې ته راځي چې ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دوحه کې پیل شي.

خو تر دې دمه هېڅ لوري د دې خبرو د پیلېدو لپاره کومه کره نېټه نه ده اعلان کړې.

دواړو خواو دې خبرو ته خپل مرکچي پلاوي اعلان کړی، او تمه کېږي چې له کابله به مرکچي پلاوی نږدې ورځو کې دوحې ته سفر وکړي.

طالبانو ویلي چې د دې ډلې مرکچي پلاوي په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر غړو سره خپلمنځۍ ناسته کړې، چې مشري یې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کړې.

په دې تړاو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ملا برادار د مرکچي پلاوي او همدا راز د سیاسي دفتر نوي غړي معرفي کړل، او د خپلو راتلونکو دندو په اړه یې هدایات ورکړل.

وسلوالو طالبانو پرون مولوي عبدالحکیم حقاني د دې ډلې د مرکچي پلاوي نوی مشر، او محمد نعیم یې په قطر کې د خپل سیاسي دفتر نوي ویاند په توګه اعلان کړل.