تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د ښځو ډېر ګډون غواړي
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز د قطر دوحه کې د افغانانو راتلونکو خپلمنځي خبرو کې د ښځو په ګډون ټینګار کوي.
دېبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پنجشنبې په ورځ وینا کې وویل: "د افغان سولې بهیر کې د ښځو حقونو پر مسله به د سولې تر نورو هغو خبرو ډېر تمرکز وي چې وروستیو کې مو لیدلې دي. "
د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د حکومت مرکچي پلاوي کې داسې پنځه ښځې هم شته چې د طالبانو حاکمیت یې لیدلی دی.
که څه هم دېبورا لاینز د دې خبرو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوي کې د ښځو ګډون هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه:
"موږ لا هم د طالبانو مرکچي پلاي کې د ښځو استازې نه لرو، هیله لرم چې هغوی د ښځو حضور ته اغېزناکه لار برابره کړي. "
دېبورا لاینز په دې باور ده چې د سولې خبرو کې د ښځو ګډون دوی ته د خپلو حقونو د خوندیتوب ښه چانس برابروي او هم دا چې د سولې ټولو اړخونو کې د دوی نظر منعکس شي.
د امریکا خبرداری
له بلې خوا د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې کلي کرافټ خبرادری ورکړ که د ښځو او نجونو حقونه په هر ډول وځپل شي، نو د افغانستان اوسنی یا راتلونکی حکومت په نړیوال مالي ملاتړ حساب نه شي کولی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز پر طالبانو تور ولګاوه چې دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو درشل کې یې لا هم تاوتریخوالی نه دی کم کړی او د افغان ماشومانو د ګوزن واکسین مخه یې نیولې ده.
هغې زیاته کړه، اوس باید طالبان د افغان حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې دې غوښتنې ته ژر مثبت ځواب وايي، چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي.
دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو خوشي کولو بهیر د چارشنبې په ورځ بشپړ شو.
د بندیانو له خلاصون وروسته ټاکلې وه د پنجشنبې په ورځ د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي، خو لا هم نه دی تللی.