اتمر: ۱۲ هېوادونو د افغانانو خپلمنځي خبرو د کوربتوب وړاندیز کړی

اتمر

د عکس سرچینه، MFA

د عکس تشریح، حنیف اتمر وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو پیل به له قطر کېږي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو د کوربتوب لپاره ۱۲ هېوادونو وړاندیز کړی دی.

حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ کابل کې د سولې په هکله د افغان حکومت د وروستیو هڅو په تړاو خبریالانو ته وویل:

"د خوشالۍ ځای دی چې ۱۲ هېوادونو خپل چمتووالی ښودلی چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي، لس هېوادونه د سیمې او دوه د اروپا دي. "

د نوموړي په خبره، ترکیه، ایران، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دا وړاندیزونه یې کړي دي.

طالبانو هم بیا بیا ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په نامستقیم ډول په دې موافقه شوې ده چې د خبرو پیل به له قطر کېږي بیا به د دې خبرو نور پړاوونه په نورو هېوادونو کې ترسره کېږي.

حنیف اتمر هم خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو د پیل په هکله چې تراوسه کومه اجماع ده هغه دا ده چې د خبرو پیل له قطر وشي:

"خو دا چې په پړاویز ډول څنګه نورو هېوادونو کې دا خبرې وشي لا یې په تړاو سلام مشورې نه دي شوې".

د نوموړي په خبره، دا کوربتوب سمبولیک نه دی، بلکې هر کوربتوب سیاسي او اقتصادي ژمنې هم لري چې دا چانس باید له لاسه ور نه کړل شي.

د طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او دا ډله هم د حکومت زر قیدیان خوشي کوي.

د افغان حکومت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه یې له څلور زرو ډېر طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو هم په دې مودې کې نږدې اته سوه د حکومت اړوند بندیان خوشي کړي دي.

وړاندې، د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي وو، د وسله والو طالبانو ۵۹۲ زندانیان چې د 'سختو جرمونو له کبله محکوم ' شوي دي، نه خوشي کېږي او له طالبانو یې غوښتي چې افغان حکومت ته د خپلو زندانیانو نوی نوملړ وسپاري، خو طالبان وايي، که یې له نوملړ سره سم بندیان خوشي نه شي خبرې نه پیلېږي.

له ایراني چارواکو سره خبرې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د عکس سرچینه، MOP

د عکس تشریح، حنیف اتمر د چارشنبې په ورځ له ایراني پلاوي سره د چارشنبې په ورځ کابل کې ولیدل.

حنیف اتمر له ایران سره پوله کې د افغان کډوالو د وژل کېدو او ایران کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې تړاو دواړه لوري خبرې کوي:

"موږ شواهد لرو چې دا پېښه شوې ده او دوی دا شواهد ارزوي. هیله ده چې د د ورورۍ او دوستۍ فضا کې دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږي".

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي په مشرۍ ایرانی پلاوی چارشنبه کابل ته راغلی او له ښاغلي اتمر سره یې خبرو کې ژمنه وکړه چې هغه پریکړې به تعقیبوي چې ایران ته د ښاغلي اتمر په مشرۍ د تللي پلاوي پرمهال شوي دي.

ښاغلی اتمر وروسته له هغه ایران ته ولاړ چې د موټر سوځېدلو او سېند کې د افغان کډوالو د ډوبېدلو پېښو کې افغان کډوال ووژل شول.

د بهرنیو چارو وزارت خبر پاڼه زیاتوي دا پلاوی چې مشري یې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي کوي په اقتصادي، ترانزیت او دفاعي او امنیتي ګډو کمیټو کې برخه واخلي.

تمه ده د دې پلاوي د سفر پرمهال ایران ته په رسمي توګه د افغان کارګرو استولو او د کمیسارۍ تړون نوي کولو په اړه خبرې وشي. د بهرنیو چارو وزارت وايي دې تړون کې به د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره بدلون راځي