درې چاودنو کابل، کندهار او غزني کې شپږ کسان ووژل

د خپرېدو وخت

د افغانستان سوېل ته په کندهار کې چارواکي وایي، د دغه ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ (د جولای ۸) د موټر بم چاودنې له امله درې پولیس ووژل او شاوخوا پنځلس ټپیان شول.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمد د بي بي سي خبریال مامون دراني ته وویل، برید ځايي وخت سهار درې نیمې بجې وشو:

"پولیس پوهېدل چې دوښمن د ولسوالۍ او امینه قومندانۍ پر ودانۍ د برید پلان لري. کله چې موټر ځای ته نږدې کېږي، امنیتي ځواکونه ډزې پرې کوي او له هدف مخکې چاودنه کوي".

نوموړی وایي، دا برید په ستر ګاډي سره شوی او له امله یې ودانۍ زیانمنه شوې او څو ګاډي ویجاړ شوي دي.

دې برید کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د امنیه قومندان باچا خان د وژل کېدو خبره هم شوې وه، خو نوموړي رسنیو ته استولي ویډیو پغیام کې ویلي چې برسېرن ټپي شوی دی.

وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته استولي پغیام کې ویلي، چې د قومندانۍ مرکز بشپړ له منځه تللی دی.

وسلوالو طالبانو نږدې اونۍ مخکې له ولس غوښتنه کړې وه چې په تګ راتګ کې ولسوالۍ په مخ کې تللې لار ونه کاروي او د ولسوالۍ پر شا تېر شي.

هغه مهال ځايي چارواکو بي بي سي ته وویل، چې دا ډله کله هم د برید پلان ولري ورته ګامونه پورته کوي.

د دهیک د امنیه قومندان وژل کېدل

له بلې خوا غزني کې چارواکي وايي، د دغه ولایت د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان حبیب الله پیکان له خپلو دوو ساتونکو سره نن سهار په چاودنه کې ووژل شو.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي، وسلوالو سهار د دهیک ولسوالۍ پر پوستو برید وکړ او دغه قومندان هم د مرستې لپاره ور روان و چې په لار کې پرې چاودنه وشوه او ووژل شو.

وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او وايي، نوموړی له څلورو پولیسو سره وژل شوی دی.

د کابل چاودنه

سهار د کابل په خیرخانه کې هم د پولیسو په موټر چاودنه شوې او چارواکي وايي، دوه کسان پکې ټپي شوي دي.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

وروستیو ورځو کې کابل ښار کې بیا د چسپکي ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي.