د افغان لیکوال نجیب مایل هروي زوی ایران کې "د اعتراض په توګه ځان سوځولی"

د خپرېدو وخت

په ایران کې د افغان کډوال او د فارسي ژبې استاد نجیب مایل هروي زوی شهاب مایل هروي وايي، له خپل پلار سره یې د ایراني حکومت تبعیضي چلند پر ضد د احتجاج په توګه ځان ته اور ورته کړی دی.

ښاغلي شهاب بي بي سي سره خبرو کې وویل، یوه میاشت مخکې یې د "ایراني حکومت له لوري له خپل پلار سره له سپکاوي د ډک چلند، د حکومتي ژمنو نه پوره کولو او په دغه هېواد کې له ۴۹ کاله ژوند کولو وروسته هم پلار ته یې د ایراني تابعیت نه ورکولو" له کبله په مشهد کې د ایران بهرنیو چارو وزارت استازولۍ ته مخامخ ځان ته اور ورته کړ.

نوموړی وايي، ۲۵ ورځې یې په روغتون کې تېرې کړې، یوه اوونۍ بې هوښه و او" ۵۸ سلنه" بدن یې سوځلی دی.

بل لور ته نن د ایراني خبري سرچینو په رپوټونو کې ویل شوي، ایراني حکومت نجیب مایل هروي ته د تابعیت ورکولو هوکړه کړې او له وروستیو اداري او قانوني پړاونو تېرېږي.

د ایران دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي:

"د ایراني تمدن او فرهنګ لپاره د استاد نجیب مایل د کلونو فرهنګي خدمت بدل کې، د فارسي ژبې ادبیاتو او ودې هلو ځلو لپاره د نوموړي مهم شخصیت انتخاب تر څنګ او د ایران اسلامي جمهوریت د کلني کتاب جایزې لپاره له ټاکنې سره سره دغه لیکوال ته لومړۍ درجه هنري نښان ورکړل شوی دی. "

د مایل هروي زوی بیا ادعا کوي چې ایراني چارواکو "په غیر مستقیم ډول" ګواښلی چې له رسنیو سره باید خبرې ونکړي او تور یې پرې لګولی چې "غواړي د ایران او افغانستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر کړي."

ښاغلی شهاب زیاتوي ځان ته د اور ورته کولو لامل یې هغو بې عدالتیو ته د رسنیو پام اړول وو، چې له لسیزو راهیسې یې پلار ورسره مخامخ دی.

نوموړی زیاتوي " استاد ته د امریکا او فرانسې په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د اوسېدو زمینه برابره وه، خو نوموړي له عرفان او فارسي ژبې سره د ډېرې مېنې له کبله په ایران کې اوسېدل خوښ کړل. "

نجیب مایل هروي د افغانستان په هرات کې زېږېدلی، لومړنۍ او متوسطې زده کړې یې کابل کې کړې او په ۱۳۵۰ کال کې د نورو زده کړو لپاره ایران ته تللی. نوموړی له هماغه راهیسې په یاد هېواد کې کلاسیکو ادبیاتو او عرفان په برخه کې د تالیف سمونې او ارزونې برخه کې فعالیت کوي.

نجیب مایل هروي د افغانستان په هرات کې زېږېدلی، لومړنۍ او متوسطې زده کړې یې کابل کې کړې او په ۱۳۵۰ کال کې د نورو زده کړو لپاره ایران ته تللی.

نوموړی له هغه راهیسې په یاد هېواد کې کلاسیکو ادبیاتو او عرفان په برخه کې د تالیف سمونې او ارزونې برخه کې فعالیت کوي.