تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان شاعر او عارف حیدري وجودي مړ شو
د افغانستان د دري ژبې پياوړی شاعر او عارف حیدري وجودي د جون په لسمه د ۸۰ کلونو په عمر وفات شو.
غلام حیدر حیدري وجودي له څه مودې راهیسې ناروغ و او خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې وې چې ممکن په کورونا وېروس اخته شوی وي.
حیدري وجودي د تصوف او عارفانه ادبیاتو په برخه کې ګڼ مينه وال درلودل او غزلونه يې د خپلو پلویانو تر منځ مشهور وو. ده ځان د پخوانیو لویو عارفانو پېرو باله.
حیدري وجودي په شپاړس کلنۍ کې خپل پلارني ټاټوبي پنجشېر نه کابل ته راغلی و او د ژوند تر پایه همدلته پاتې شو.
په کابل کې د غلام نبي عشقري، شایق جمال او عبدالحق بېتاب په څېر د دري ادبیاتو مهمو څېرو سره اشنا شو او شعرونه به يې په مجلو او وځپاڼو کې خپرېدل.
وروسته يې غزلونه په کتابي بڼه چاپ شول او ورو ورو يې د نجم العرفا عنوان خپل کړ.
زېږېدنه
حیدري وجودي په ۱۳۱۸ کې د پنجشېر ولایت په رخه ولسوالۍ کې زېږېدلی و. ديني او لومړنۍ زدکړې يې هم هماغلته کړې وې.
د زدکړو تر څنګ يې په عربي او پارسي ژبه کې ادبي مطالعه کوله.
د ژوند په وروستيو کلونو کې يې په بېلا بېلو ادبي غونډو کې د مولانا پېژندنې او عرفاني ادبیاتو په برخه کې ځوانانو ته مالومات ورکول او روزل يې. همدا راز يې مثنوي هم شرحه کوله.
کار او دنده
د عسکرۍ دورې تر پای ته رسولو وروسته یې په ۱۳۴۳ کې په دولتي ادارو کې په کار پېل وکړ.
د افغانستان د شاعرانو ټولنه کې يې د محرر په حېث کار وکړ. څو میاشتې وروسته د کابل عامه کتابتون کې د مجلو او ورځپاڼو برخې د مسوول په توګه په کار وګومارل شو او د ژوند تر پایه يې دا دنده درلوده.
اثار
له حیدري وجودي ۱۵ چاپي اثار پاتې دي چې شعر و شاعري او ځينې څېړنې دي.
له ډلې يې عشق و جواني (۱۳۴۹)، راهنمای پنجشېر (۱۳۵۱)، نقش امېد (۱۳۵۵)، سالی در مدار نور (۱۳۶۶، ۱۳۷۹ دوېم چاپ) او سایه معرفت (۱۳۷۵، ۱۳۹۱ شپږم چاپ) یادېدلی شي.
د ده ځينې شعرونه بېلا بېلو هنرمنانو لکه رحيم مهریار، پرستو او فرهاد دریا سندره کړي هم دي.