کورونا وېروس: افغانستان کې لومړی ځل په یوه ورځ له ۹ سوو ډېرې مثبتې پېښې

کورونا

د عکس سرچینه، MOPH

د عکس تشریح، په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر نږدې ۱۹ زرو ته ورسېد.
د خپرېدو وخت

د افغانستان روغتیا وزارت د جمعې په ورځ(جون ۵) وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې یې تر ۱۵ سوو ډېر کسان معاینه کړي چې پکې ۹۱۵ په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.

د روغتیا وزارت د نویو مالوماتو له مخې دې سره په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر نږدې ۱۹ زرو ته ورسېد.

وروستیو مثبتو پېښو کې ۴۲۳ کابل، ۲۰۱ هرات، ۱۱۶ بلخ، ۲۹ کندوز، ۲۳ کونړ، ۲۱ـ۲۱ سرپل، کندهار او فراه، ۲۰ هلمند، ۱۵ سمنګان، ۱۱ پکتیا، ۷ ننګرهار، ۴ وردګ او ۳ کسان لغمان کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په خبره، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۹ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې ور سره دې برخه کې ټوله مړینه ۳۰۹ ته ورسېده.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې روغتیايي چارواکي په یوه ورځ تر نهه سوو ډېرې پېښې تاییدوي.

خو په افغانستان کې عمومي باور دا دی چې په کورونا د اخته کسانو او قربانیانو شمېر له هغه ډېر دی چې روغتیا وزارت یې اعلانوي.

دې ورځو کې افغانستان کې د خواله رسنیو له لارې د خلکو د مړینې خبر هم بې مخینې ډېر شوی دی.

خواله رسنیو ته په لنډ نظر د مړینې داسې خبرونه ډېر شوي چې یا کورونا بلل شوي او لا یې هم د مړینې لامل مالوم نه دی.

خلک
د عکس تشریح، افغانستان کې عمومي باور دا دی چې په کورونا د اخته کسانو او قربانیانو شمېر له هغه ډېر دی چې روغتیا وزارت یې اعلانوي.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانستان د کورونا وبا له امله په بدترین حالت کې دی.

نوموړي پرون(د جون۴) خپل فیسبوک کې وویل، نیمه کورنۍ او د دفتر غړي یې په کورونا وېروس اخته شوي دي.

ښاغلي صاحل درې ورځې وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، په افغانستان کې د کورونا وېروس بحران لا خپل اوج ته نه دی رسېدلی او پر خلکو یې غږ کړی چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

خو د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو له هغې جملې سرپل او جوزجان کې د ودونو هوټلونه، حمامونه او د لوبو میدانونه لا هم پرانیستي پاتي

د فاریاب والي هم د کورونا وېروس سره د مبارزې کمپاین کې په دې وېروس اخته شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي دغه وېروس په اتیا سلنه خلکو کې خپور شوی، خو یو شمېر کسان چې په دې ناروغۍ اخته شوي د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې هم برخه اخلي.

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

سرپل کې مدني فعال حیات خان اسحاقزی وایي، که د خلکو د ټولېدو مخنیوی ونه شي له کورونا وېروس سره د مبارزې شل بستریز مرکز به د ګڼو نویو ناروغانو لپاره بسنه ونه کړي.

نوموړی وايي په دې ولایت کې خلک په دې باور دي، چې کورونا یوه عادي ناروغي ده او اوس یې پخوانی زور کم شوی.

خو د سرپل د عامې روغتیا رییس ډاکتر امین وايي، د شنبې ورځ به په دې ولایت کې د ودونو هوټلو، حمامونو او د لوبو میدانونو فعالیت مخه ونیول شي او ښايي ښار بیا قرنطین شي.