تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې ۴۶ زندانیان په کورونا وېروس اخته شوي؛ هرات کې حکومتي کسان محدودیتونه ماتوي
د افغانستان د زندانونو د چارو ادارې ویاند فرهاد بایاني ویلي چې په افغان زندانونو کې ۴۶ تنه پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دو فرمانونو په لاسلیک سره د څه باندې ۲۲ زره زندانیانو د خوشې کولو امر کړی. له دې ډلې زرګونه تنه خوشې شوې دي.
افغان حکومت وايي په زندانونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره دا ګام پورته کوي.
نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکایي چارواکو بیا بیا خبرداردی ورکړی چې د افغانستان په زندانونو کې بند کسان د کورونا وېروس له جدي ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ( د اپرېل ۲۸) وویل، تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۳۶۱ شکمنې پېښې معاینه کړې چې پکې ۱۲۵ مثبتې دي. بله خوا د هرات چارواکي وایي، یو شمېر حکومتي کسان له خپل مقامه په ګټې لګول شوي محدودیتونه ماتوي.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، دې ۱۲۵ نویو ناروغانو سره افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته رسېږي.
د هرات چارواکو ګیله او خبرداری:
د هرات ځايي چارواکي وايي خلک د کورونا وېروس له امله لګول شویو محدودیتونو ته پام نه کوي او دې برخه کې له اندازې ډېره بې پروايي کوي.
چارواکو د بېلګې په توګه هغه دولتي او د نورو بنسټونو کارکوونکي یاد کړل چې له دولتي موټر په استفادې غیر ضروري تګ راتګ کوي خو دوی وايي که دا سرغړونه دوام وکړي نو دا کسان به له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړل شي.
د هرات د عامې روغتیا مشر عبد الحکیم تمنا نن سې شنبه خبرداری ورکړ که وضعت همداسې وي نو وېروس به په ډېر شدت خور شي او ښايي داسې یوه حد ته ورسیږي چې روغتیايي خدمات به بسنه نه کوي.
دې خبري غونډې ته د هرات والي سید عبد الوحید قتالي وویل د محدودیتونو بڼه به بدلیږي او په سر کې به د دولتي او نادولتي بنسټونو کارکوونکو سره جدي چلن کیږي چې د ده په وینا له اړمنو خلکو ډېر د ښار په بې نظمۍ کې ونډه لري.
د هرات والي وایي، دا دولتي کسان د رخصتیو په ورځو کې له دولتي موټرو په استفادې لګول شوي محدودیتونه ماتوي.
ښاغلي قتالي وویل له کورونا وېروس سره د مبارزې لړ کې د نوي بدلون له مخې به د مثبتو پېښو په موندلو او د ناروغانو په درملنه کې بدلون راولي.
چارواکي وايي راتلونکې پړاو کې به د خپلو کورونا ضد فعالیتونو لړۍ تر پخوا ډېر ولسوالیو ته وغځوي.
افغانستان کې عمومي وضعیت:
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې هرات کې ۲۱، کابل کې ۱۵، کندهار کې ۱۵، بلخ کې۱۰، لوګر کې ۹، جوزجان کې ۸، پنجشېر، لغمان او پکتیا کې اوه اوه، غزني او تخار کې شپږ شپږ، ننګرهار کې پنځه، هلمند، کونړ او وردګ کې دوه دوه پېښې او بادغیس، کاپیسا او بدخشان کې یوه یوه پېښه ثبت شوې دي.
د نوموړي په خبره، تېرو څلرویشتو ګړیو کې له کورونا اته کسان هرات کې روغ شوي چې دې سره افغانستان کې د رغېدلو شمېر ۲۲۸ ته رسېږي.
هغه دا هم وویل، چې کندهار کې د یوې ښځې د مړینې له امله له کورونا د مړو شمېر ۵۸ ته رسېږي.
د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر اوسه په افغانستان کې د کورونا وېروس له نهه زرو ډېرې مشکوکې پېښې معاینه شوې دي.
د افغانستان روغتیا وزیر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ښايي د کورونا وېروس پېښې دغه هېواد کې له هغه ډېرې وي چې دوی یې تصور کوي.
خو په خبره یې، د قیوداتو زیاتولو له دوی سره مرسته کړې چې دا پېښې ټیټې وساتل شي.
نوموړي دا هم وویل، چې ممکن دا قیودات تر څلورو اونیو یا د روژې تر پای دوام وکړي.