خلیلزاد: داعش پر ضد د طالبانو د بیان هرکلی کوم

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د 'اسلامي دولت' نومې (داعش) ډلې پر وړاندې د طالبانو د ژمنو هرکلی کړی.

زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، "زه د طالبانو د اعلامیې چې د داعش غندنه کوي او په افغانستان کې د داعش "د استخدام، تمویل، یا روزنې" د هڅو د مخنیوي ژمنه کوي، هرکلی كوم. دا د القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو چې متحده ایالتونه یا متحدین یې ګواښي، په ضد د طالبانو عمومي ژمنې (زموږ په موافقتنامه کې) ښيي."

دوه ورځې وړاندې، د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر د " د داعش وروستۍ چيغه هم خپه کړی شوه"په نامه یوه بیان کې ویلي وو، "طالبانو په زابل، جوزجان، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د داعش پاتې شونو ته سخته ماته ورکړه."

زلمي خلیلزاد دا هم لیکلي، چې له طالبانو یې تمه دا ده چې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

دی وايي، د امریکا له خوا له طالبانو سره په لاسلیک شوې هوکړه کې د ژمنو پوره کول به "د طالبانو له لوري په ژمنو عمل کولو پورې تړلي وي. د طالبانو د داعش په اړه اعلامیه او په کونړ کې د ترهګرو پر وړاندې د هغوی وروستي عملیات، مثبت ګامونه دي."

د تېرې فبرورۍ پر ۲۹مه، په قطر کې امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې تر ډېره یې پر لاندې څلورو ټکو پام ورټول دی:

۱: د افغانستان خاوره به د امریکا او د امریکا د کوم بل اتحادي پر ضد نه کارېږي او دې هوکړه کې په دې تړاو تضمین او د عملي کولو مېکانیزم یاد شوی دی.

۲: له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو تضمین او د دې چارې د عملي کولو مېکانیزم په دې هوکړه کې یاد شوی.

۳: کله چې پورته دواړو برخو کې د نړیوالو شاهدانو پر وړاندې تضمین ورکړل شي او اعلان وشي، د طالبانو اسلامي امارت، چې امریکا یې د یو دولت په توګه نه پېژني او طالبان یې بولي، له افغان حکومت سره د راتلونکې مارچ میاشتې پر لسمه نېټه به خبرو ته کېني.

۴: په بین الافغاني مذاکراتو کې به بشپړ او دایمي اوربند په اجنډا کې وي او دواړه خواوې به یې پر مېکانیزم خبرې کوي.

د طالبانو - امریکا لس پړاویزه خبرې

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو لس پړاوونه تېر شوي دي؛ نهه ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

د نومبر پر ۲۳مه، د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته ومنله، چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.

لسم پړاو: دا پړاو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۲۰مه تر نورو هغو په ځنډ پیل شوی، چې د طالبانو د ادعا له مخې، 'امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د طالبانو غوښتنه منلې ده.'

د فبرورۍ پر ۱۰مه، قطر کې طالبانو وویل، طالب او امریکايي استازي په دوحه د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو غږېدلي دي.