ملګرو ملتونو د طالب- امریکا د هوکړې ملاتړ وکړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې هرکلی کړی دی.

د امریکا متحده ایالتونو امنیت شورا ته دا پرېکړه لیک وړاندې کړ او له کوم مخالفت پرته تصویب شو.

د افغان طالبانو او امریکا هوکړه لیک کې هم راغلي، چې امریکا هڅه کوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د دې هوکړې ملاتړ وکړي.

په دې اړه د افغان سولې لپاره دامريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تازه ټويټونو کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو پريکړه ليک پر دواړو غاړو طالبانو او افغان دولت غږ کړى، چې د باور جوړولو تدبيرونو ته دوام ور کړي او په چټکۍ بين الافغاني خبرو ته لاړشي:

"دغه پريکړه ليک ښيي چې نړيواله ټولنه د نړۍ د امنيت په تړاو او افغان ولس ته د سولې، يووالي او حاکميت د ټينگښت په برخه کې زموږ د تګلارې ملاتړ کوي".

د امنیت شورا پرېکړه لیک کې- چې ښاغلي خلیلزاد له ټوېټ سره تړلی یا ضمیمه کړی- را غلي:

" موږ افغانستان کې د سولې ټینګولو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوو او خپله هم دې برخه کې همکارۍ ته دوام ور کوو".

پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې ملګري ملاتونه "د افغانستان اسلامي امارت" په رسمیت نه پېژني او امنیت شورا د" اسلامي امارت" د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي.

امنیت شورا دا هم ویلي چې مختلفې سیاسي ډلې او د ښځو په ګډون مدني فعالان د سولې خبرو کې برخه واخلي او د وګړو په تېره د ښځو د حقونو د خوندیتوب هڅې وشي.

د بندیانو خوشي کول

د خبرو د باور جوړولو لپاره د طالبانو او امریکا هوکړه کې ژمنه شوې چې افغان حکومت به پنځه زره طالب بندیان او دغه ډله به زر بندیان خوشي کوي.

ولسمشر غني د مارچ په نهمه د لوړې مراسمو کې وویل، چې د طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره به نږدې راتلونکي کې فرمان صادر کړي.

څو ګړۍ مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي چې ولسمشر غني د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړی.

د نوموړي په خبره، دا بندیان به د طالبانو له خوا د ور کړل شوي نوملړ پر بنسټ د راتلونکې شنبې ورځې نه خوشي شي.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي، طالبانو هم وار د مخه له دوی سره د ۱۰۰۰ تنو بندیانو د خوشي کولو ویلي دي.

پر طالبانو غږ

زلمي خلیلزاد له دواړو خواوو هیله کړې چې سملاسي د قطر په دوحه کې خبرو ته سره کېني چې په وینا یې افغان حکومت ور سره موافقه کړې ده.

زلمي خلیلزاد پر طالبانو غږ کړی چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او تاوتریخوالی کم کړي چې په وینا یې د بندیانو خلاصون په سمه توګه پلی او د سولې بهیر بریالی شي.

د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک کې د تاوتریخوالي کمولو هرکلی شوی او له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې دا بهیر روان وساتي او دې سره افغانستان کې اوربند ته لار برابره کړي.

خو بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه بيان کې ويلي د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پر سر رامنځته شوى کړکيچ له طالبانو سره خبرو لپاره د یوه ملي پلاوي جوړول ځنډولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ولسمشر غني ورته ویلي چې له ډاکټر عبدالله او نورو افغان مشرانو سره سلا مشورې روانې دي او ژر به یو ټول ګډونه پلاوى اعلان کړي.