ظریفه غفاري د 'زړورو ښځو' جایزې ګټونکې شوه

اغلې غفاري

د عکس سرچینه، Zarifa Ghafari

د عکس تشریح، اغلې غفاري تېر کال د بي بي سي د سږ کال ۱۹ الهام بښونکو ښځو ډله کې هم راغلې وه.‌
د خپرېدو وخت

د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سږکال زړورو ښځو جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.

نوموړې په ۲۶ کلنۍ کې د میدان وردګو د میدان ښار ښارواله وټاکل شوه. اغلې غفاري کابل کې اوسېدلې ده.

ښوونځی یې کابل کې پیل کړی او پکتیا ولایت کې یې پای ته رسولی او په هند کې یې اقتصاد کې لیسانس لوستی دی.‌

ظریفه غفاري هند کې له لوړو زدکړو وروسته افغانستان ته ستنه شوې او د "افغان ښځو د پرمختګ همکارۍ" په نامه بنسټ او د "پېغلې" په نامه راډیو یې میدان وردګو کې پیل کړه.‌

نوموړې دوه کاله د ځوانانو د پارلمان غړې وه.

اغلې غفاري په ۱۳۹۷ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د میدان ښار د ښاروالې په توګه غوره شوه.

بي بي سي د ۲۰۱۹ کال لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د سلو الهام بخښونکو او اغېزناکو ښځو نوملړ خپور کړی دی. په دې نوملړ کې له افغانستان د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار د ښاروالې ظریفې غفاري نوم هم راغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هرکال د زړورو ښځو په نامه جایزه د نړۍ هغو ښځو ته ورکوي، چې تر ډېره د سولې، عدالت، بشر حقونو، او په خپل هېواد کې د ښځو د رول ډېرولو او جنسیتي برابرۍ په برخو کې فعالیت کوي.

د ویډیو تشریح، سږ کال د بي سي سي د سلو اغېزمنو او الهام بخښوونکو ښځو لست هغو مېرمنو ته ځانګړی شوی و چې اوسني کارونه یې د خپلو سیمو، هېوادونو او حتی نړۍ راتلونکی بدلولی شي.

دا پروګرام په ۲۰۰۷ کال کې پیل شوی دی.‌

وړاندې هم له افغانستانه دغې جایزې ته له افغانستانه ښځې معرفي شوې وې.‌