سپینه ماڼۍ: افغانستان کې د تریاکو تولید ډېر شوی، د کوکنارو کرکېله کمه شوې

د خپرېدو وخت

د امریکا د نشه يي توکو د کنټرول ملي تګلارې دفتر کلني رپوټ کې ویلي، د وړم کال پرتله په ۲۰۱۹ کال افغانستان کې د کوکنارو کرکېله کمه شوې، خو د اپینو تولید ډېر شوی دی.

د امریکا سپینه ماڼۍ کې د نشه يي توکو د کنټرول ملي تګلارې د دفتر کلني رپوټ کې افغانستان کې د کوکنارو کرکېلې ته کتنه شوې چې وايي، د وړم کال پرتله په تېر ۲۰۱۹ کې یې کرکېله کمه شوې.

دغه رپوټ وايي، د دوی د اټکل له مخې، د خالصو اپینو بالقوه تولید ډېر شوی دی.

رپوټ کاږي، د امریکا حکومت اټکل کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله په ۲۰۱۸ کال کې له ۲۲۱۰۰۰ هکټاره په تېر ۲۰۱۹ کال کې ۶۰۰۰ هکټارو (یعنې ۲۸ سلنه) ته راټیټه شوې ده.

خو وايي، په مقابل کې یې د خالصو اپینو ممکنه کرکېله ۲۱ سلنه ډېره شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي، په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان کې ۵۵۵۰ مېټرېک ټنه خالص اپین تولید شوي، چې دا کچه په تېر ۲۰۱۹ کال کې ۶۷۰۰ مېټرېک ټنو ته لوړه شوې ده.

د دغه رپوټ له مخې، د کر پرمهال د اپینو ټیټه بیه د کرنې د کچې کمېدو لامل شوې ده. د خالصو اپینو ممکنه تولید تر ډېره د هوا پر حالاتو پورې تړاو درلود.

په افغانستان کې په لوړه کچه د کوکنارو کرکېله او د اپینو تولید د قانون پلې کولو کې د افغان حکومت توان او د ښې حکومتولۍ وړتیا له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

په ورته وخت کې، سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دفتر ویلي، د نشه يي توکو په قاچاق کې د مخدره موادو د مبارزې د ادارې د شپږو افسرانو ښکېلتیا اندېښمنوونکې ده.

دغې ادارې پر ټوېټر لیکلي، د نشه يي توکو سوداګري د افغانستان نا امني تغذیه کوي، ښه حکومتولي او د افغانستان اقتصادي پراختیا کمزورې کوي. د قانون د تطبیق لپاره فاسدو چارواکو پرضد ګام اخیستل مهم دي.

افغانستان د نشه يي توکو د تولید او قاچاق پر اصلي مرکز بدل شوی دی. د افغانستان دولت وايي، ددې تورې ویجاړوونکې سوداګرۍ تر شا لوی لاسونه هم فعالیت لري.

په افغانستان کې له کلونو راهیسې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه زیاته اندازه بودیجه مصرفېږي؛ خو ویل کېږي چې لا يې هم تر اوسه نه تولید او نه هم مصرف کم شوی دی.

دوه ورځې وړاندې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، ددغه وزارت اړوند شپږ امنیتي چارواکي یې کابل ښار کې د نشه يي توکو د قاچاق د یوې لویې شبکې د رهبري کولو په تور نیولي دي.

په نیول شویو کې ډېری یې د کابل امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو د مبارزې د ادارې او د کابل ښار د امنیتي حوزو جګپوړي افسران دي.