مسعود اندرابي: د قیصاري پرضد عملياتو په اړه ډېرې پوښتنې شته

د خپرېدو وخت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود انداربي وايي، د نظام الدین قیصاري نیولو لپاره د ځواک استعمال او څرنګوالي په اړه ډېرو خلکو غبرګونونه لرل، خو د ده په وینا وزارت په دې اړه د څارنوالۍ پلټنو انتظار کوي.

افغان حکومتي ځواکونو دوې میاشتې مخکې نظام الدین قیصاري په خپل کور کې محاصره کړی و، خو له هغه راهیسې د نوموړي د برخلیک او هغو عملیاتو په هکله ډېرې خبرې نه دي شوې.

په مزارشریف ښار کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په لړ کې که له یوې خوا قیصاري و نه نیول شو، نو له بلې خوا يې د عملیاتو څرنګوالي او بیا د قیصاري برخلیک په اړه هم بېلابېلې پوښتنې راپورته کړې.

ښاغلي اندرابي د افغانستان ستراتژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د خبرو پر مهال د نظام الدین قیصاري پر ضد د عملیاتو او راتلونکو ګامونو په اړه وویل:

''د قیصاري قضیي په اړه موږ د څارنوالۍ څيړنو ته په تمه یو، طبیعي ده چې د ده د نیولو د عملیاتو په اړه ډېرې پوښتنې هم مطرح دي، خو وروسته له دې چې د ملي شورا او څارنوالۍ څېړنې بشپړې شوې که بیا هر څه اړتیا وه موږ به يي عملي کړو. ''

له دې وړاندې تېره اونۍ د ولسي جرګې هغه پلاوي چې بلخ ته يې د دې عملیاتو څرنګوالي څېړنې لپاره سفر کړی و، خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دې پلاوي یوه غړي علي اکبر قاسمي بي بي سي ته وویل، په څېړنو کې يې موندلي چې د قیصاري پر ضد عملیات د امنیتي ادارو د ګډ پلان له مخې نه، بلکې په خبره یې د کورنیو چارو وزارت کې د یوه لوړ پوړي چارواکي په حکم د واټساپ پیغام له لارې تر سره شوي دي.

ښاغلی قاسمي زیاتوي چې تازه يي خپلې څيړنې بشپړې کړي. نوموړي بي بي سي ته وویل دوی موندلي چې دا وینلړلي عملیات په ناقانونه ډول تر سره شوي. خو دغه پلاوی مني چې نظام الدین قیصاري نامسووله وسلوال درلودل او خلکو هم له هغه شکایتونه کړي وو.

د بلخ پولیسو مشر د عملیاتو پر مهال ویلي، د قیصاري د نیولو عملیاتو وروستی امر یې له کابله تر لاسه کړی و، خو اوس د دغه ولایت سیمه ییزه اداره په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د مسعود انداربي له تازه څرګندونو مخکې نورو لوړ پوړو چارواکو تر اوسه پورې د نظام الدین قیصاري پر ضد د عملیاتو په اړه ډېر څه نه دي ویلي او نه هم د هغه برخلیک معلوم دی.

بل لور ته د اسلامي جنبش ګوند هغه برخه چې مشري یې عبدالرشید دوستم کوي، تاييدوي، چې ښاغلي قیصاري له دوی سره یو ځای شوی دی او ګوند ورڅخه ملاتړ کوي. د دغه ګوند ویاند بشیراحمد تینج وايي،نظام الدین قیصاري په افغانستان کې دی او دوی ورسره په اړیکه کې دي.

دا پخوانی سیمه ییز قوماندان په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم نفوذی کس بلل کېږي، خو تېر کال امنیتي ځواکونو د بشري حقونو څخه د سرغړونې او زور زیاتي په تور ونیو او په کابل کې تر څار لاندې و.

د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین پر مهال له څو میاشتني بند وروسته خوشی شو، خو مزارشریف ته له تلو او هلته له فعالیت وروسته يي یو ځل بیا د نیولو هڅه وشوه تر دې چې له نژدې ۴۸ ساعته جګړې وروسته وویل شول چې دی له عملیاتو روغ وتلی دی.

له هغه راهیسې نظام الدین قیصاري په رسنیو او عام محضر کې له راڅرګندیدو تر ډېره ډډه کړې او حکومتي چارواکو يي هم په اړه ډېر څه نه دي ویلي.