تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات دویمې شپې ته وغځېدل
د افغانستان په شمال کې له مزار شریف ښاره وروستي رپوټونه وایي چې د سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره د افغان ځواکونو عملیات دویمې شپې ته غځېدلي دي. داسې ګنګوسې هم شته چې نوموړی له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي چارواکو تر دې دمه دا خبره نه ده تائيد کړې.
د یکشنبې تر ماسخوتن ناوخته سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو او د قومندان قیصاري د پلویانو ترمنځ نښته روانه وه. وروستیو ساعتونو کې داسې رپوټونه ترلاسه شول چې افغان ځواکونه اوس د قیصاري د کور یوې برخې ته ننوتلي دي او پلټي یې.
د بلخ ولایت امنیې قومندان اجمل فایض یکشنبه ناوخته بي بي سي ته وویل، چې د قیصاري په کور کې لس مړي موندل شوي چې ګومان کېږي د ده ساتونکي دي.
پخپله د قیصاري د مړي او ژوندي په اړه لا کره مالومات نشته. داسې اوازې هم خپرېږي چې نوموړی له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو امنیتي چارواکي دا خبره ردوي.
د یکشبنې ورځې د عملیاتو په ترڅ کې د افغان ځواکونو پوځي چورلکو د قیصاري پر کور څو راکټونو ور توغولي او د هغه پلویانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
نظام الدین قیصاري په مزار کې په زورواکۍ او خپلسرۍ تورن شوی دی او له دې وړاندې هم په فاریاب ولایت کې له افغان ځواکونو سره تر نښتې وروسته نیول شوی و او څه موده د ملي امنیت په بند کې و.
د بلخ امنیه قومندان وايي، امنیتي ځواکونو له تېرې شپې ۱۲ بجو راهیسې د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره عملیات پیل کړي وو او ګومان کېده چې ده سره په کور کې ګڼ شمېر وسله وال هم وو.
امنیتي ځواکونو ویلي وو، د ویجاړۍ او ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي پخاطر ورو عملیات کوي. خو ویل کېږي چې نښتې ته څېرمه ځینې ودانۍ سوځېدلې دي او خلکو ادعا کړې چې مالونه یې ورک شوي دي.
پولیس وايي دوه کسان ټپیان شوي، خو د امنیتي ځواکونو د ځینو غړو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره هم کېږي، او ویل کېږي چې درې ټانکونه هم سوځېدلي.
د بلخ د پولیسو په وینا، د قیصاري استوګنځی له تېرې ورځې ماسپښین راهیسې کلابند و او قیصاري د هغه د نیولو د حکم پرضد مقاومت کاوه.
پولیس وايي، د دې لپاره چې خلکو ته زیان ونه رسېږي، عملیات په نیمه شپه کې پیل شول. یکشنبه سهار ځانګړي امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او عملیاتو کې عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یې د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات په احتیاط مخته یووړل.
د قیصاري د استوګنځي شاوخوا اوسېدونکي وګړي د سپکو او درنو وسلو د ډزو له کبله له خپلو کورونو راووتل او په سیمه کې برېښنا هم پرچاو شوه.
په مزار شریف کې د بي بي سي خبریال نجیب الله پاڅون وايي، ځینو کورونو ته زیان هم رسېدلی دی. ښاغلی پاڅون وايي، د تېرې شپې له پیل شویو عملیاتو له کبله یکشنبه سهار لوی مارکېټونه نه وو پرانیستل شوي، خو بازار تر یوه بریده خلاص شوی و او ځینې خلک بازار ته راتلل.
اصل جنجال پر څه دی؟
نظام الدین قیصاري او پلویان یې تور لګوي چې د مزار شریف په لویدیځ کې یو ښارګوټی، او د موټرو یو تمځای په ازبک قوم پورې اړه لري او ځینو زورواکو په زور نیولي.
دی تور لګوي چې دا زورواکي د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور کسان دي. قیصاري څه موده وړاندې بلخ ته ولاړ او دا سیمې یې په زور بېرته ونیولې.
خو پر قیصاري تور و چې بلخ ولایت ته د ناامنۍ جوړولو او د ځمکو د غصبولو لپاره ورغلی دی.
تېر ۲۰۱۸ کال نظام الدین قیصاري چې په فاریاب کې د عبدالرشید دوستم یو ځواکمن قومندان و، د افغان ځواکونو له لوري ونیول شو او کابل ته ولېږدول شو.
هغه د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان او په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم ځانکړی استازی بلل کېده.
داسې ادعاوې هم وې چې د نوموړي د نیولو پرمهال میمنه کې د اردو د لوا قومندان هم ژوبل شوی و.
نظام الدین قیصاري د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د پولیسو قومندان او د فاریاب د یو شمېر پاڅون کوونکو مشر دی. نوموړی ادعا کوي چې ۷۰۰۰ وسله وال لري.
نظام الدین قیصاري څوک دی؟
پنځوس کلن قیصاري د فاریاب قیصار ولسوالۍ کلیواله توپخانه سیمه کې زیږېدلی. کلونه یې بڼوالي او سوداګري کړې او له ۱۳۹۰ هـ ش کال راهیسې یې د سیمه ییزو پولیسو د مرستیال په توګه فعالیت کاوه.
هغه ولسي پاڅون پیل کړ، چې شاوخوا درې سوه کسان ورسره یوځای شول او بیا د قیصار امنیه قومندان شو. کابو څلور کاله وړاندې فاریاب کې د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی و او د فاریاب د ولسي پاڅون مشري یې هم کوله.
ښاغلی قیصاري په دې تورن دی چې د مرکزي حکومت له امر نه یې سرغړونه کوله او په فاریاب کې یې یوه غونډه کې حکومتي چارواکي په مرګ ګواښلي وو.