سیګار: د تېر کال درېیو میاشتو کې د وسله والو بریدونه ډېر شوي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency
له افغانستان سره د مرستو امریکايي مفتش یا 'سیګار ' په خپل تازه درې میاشتني رپوټ کې ویلي، د ۲۰۱۹ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د وسله والو بریدونه له ۲۰۱۰ کال راهیسې چې ثبت یې پیل شوی، د همدې مودې لپاره تر بل هر وخت زیات وو.
رپوټ کې ویل شوي، د تېر کال سپتمبر تر ټولو خونړۍ میاشت وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنې پکې وشوې. رپوټ زیاتوي د ولسمشرۍ ټاکنو له تر سره کېدو وروسته هم تاوتریخوالي دوام درلود.
رپوټ زیاتوي افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو د دریو نورو ربعو پرتله د ۲۰۱۹ کال په وروستیو دریو میاشتو کې لږ، یانې ۵۳۴ ځمکني عملیات تر سره کړي دي او دې کې یوازې ۳۱ سلنه عملیات د امریکا یا ایتلافي ځواکونو له ملاتړه پرته تر سره شوي دي.
د رپوټ له مخې په ټول ۲۰۱۹ کال کې پر یوازې سر د افغان ځواکونو د عملیاتو فیصدي له نیمايي کمه (۴۳ سلنه) وه. دا ښيي چې په تېر کال کې پر نړیوالو ځواکونو د افغان ځواکونو تکیه ډېره شوې. خو وړم ۲۰۱۸ کال کې دغه کچه ۵۵ سلنه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټ وايي، د ۲۰۱۹ کال مې او اکتوبر میاشتو تر منځ د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې پرتله یو څه زیات شوي وو، خو په ګزمو، پوستو او بریدونو کې بوختو افغان امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې د وړم کال پرتله ډېر توپیر نه دی راغلی.
رپوټ د تېر کال په همدې موده کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بایومېټریک نوم ثبتونې بهیر له لارې د نویو کسانو شمېر ډېرېدو خبره کوي او وايي، د وړم کال همدې مودې پرتله څه کم ۱۹ زره نوي کسان پکې شامل شوي دي.
د رپوټ له مخې تېر ۲۰۱۹ کال کې ۴۲۷۰۴۳ افغانان د جګړو له کبله بې ځایه شوي، چې وړم کال دغه شمېر ۳۵۶۲۹۷ و او دې سره تېر کال همدومره مودې پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښيي.
رپوټ کاږي، په افغانستان کې د فقر یا بیوزلۍ کچه په چټکتیا سره لوړیږي او لیکي چې دا مهال ۵۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د خلکو لپاره کاري فرصتونه لږ شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټ کې د نړیوال بانک په حواله ویل شوي، چې افغانستان به تر ۲۰۲۴ کال پورې هر کال له ۴ اعشاریه شپږ میلیاردو تر اته اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو پورې لګښتونو لپاره د مرستو اړتیا لري.
د بانک چارواکو په وینا که افغان حکومت وتوانېږي خپل عايد دوه برابره یانې پنځه بیلیونه ډالره ته لوړ کړي، بیا به هم د نژدې نیمايي عامه لګښتونه لپاره مرستو ته اړتیا لري.


















