د افغانستان مدافع وکیلانو شبکه: لس زره کسان زندانونو کې د محاکمې په تمه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د قضايي او عدلي چارو یو شمېر کورني او نړیوال بنسټونه وايي چې په افغانستان کې د شاوخوا دریمه برخه زندانیانو برخلیک نامعلوم دی او ډېر داسې هم پېښیږي چې د پولیسو او څارنوالۍ له خوا د توقیف ټاکل شوې موده په پام کې نه نیول کېږي.
خو پولیس او څارنوالي وايي، د توقیف په مرحله کې له قانون سره سم چلن کوي.
د حقوقي مساعدینو او افغان مدافع وکیلانو په یوه اعلامیه کې له محاکمې مخکې د نیول شویو کسانو شمېر یوه 'ننګونه ' بلل شوې. دوی وايي، افغانستان کې د ظنون او متهمو کسانو حقونه نه مراعت کېږي او ''افراد د دوی حقونو ته له پام کولو پرته نیول کېږي. ''
د حقوقو پراختیا نړیوال بنسټ ( آی ډي ایل او) د بندخونو او توقیف ځایونو د ادارې د معلوماتو پر بنسټ وايي چې په افغانستان کې څه باندې ۳۲ زره کسان زنداني دي او له دې ډلې شاوخوا ۱۰ زره یې د محکمې وروستۍ پایلې ته د انتظار شپې او ورځې سبا کوي.
د ( آی ډي ایل او) او څو نور کورنيو او بهرنيو حقوقي بنسټونو استازي چې د 'مسلکي عدالت غوښتنې په ملي کانفرانس ' کې راټول شوي وو، دا شمېرې ډېرې لوړې بولې او غوښتنه یې وکړه چې په زندانونو کې باید د هغو کسانو برخلیک معلومولو لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي چې د محاکمې په انتظار دي.
د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیاله ذکیه عادلي وايي، 'په ناقانونه او خپلسري توګه توقیفول ' د هېواد عدلي نظام تر سوال لاندې راوستی او دا اوس په یوه لویه ستونزه بدله شوې ده.
هغې وویل :
'' لومړۍ ستونزه داده چې تورن کس په ټاکلي وخت کې مدافع وکیل ته لاس رسی نه لري نو د هغه حق تر پښو لاندې کېږي، بله دا چې د حکومت لګښتونه لوړیږي. ''
خو د کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي په بندخونو او توقیف ځایونو کې په دې کچه په ناقانونه توګه د تورنو کسانو ساتل ردوي.

دې غونډې ته د لويې څارنوالۍ مرستیال نور حبیب وویل :
'' اونۍ او میاشتې خو لا څه چې آن د ورځو په حساب هم په توقیف کې د تورن کس زیات پاتې کېدل د لویې څارنوالۍ له خوا جدي څېړل کېږي. ''
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل د کورنیو چارو وزارت له ټاکلي وخته ( ۷۲ ساعتونو ) زیات د شک لاندې کسان او دوسیې یې نه ساتي او د څېړنو لپاره یې لویې څارنوالۍ ته سپاري.
ماهرین وايي، د افغانستان د جزایي اجرائاتو د قانون د حکم له مخې پولیس کولی شي د جرم په شک نیول شوی کس تر ۷۲ ساعتونو وساتي.
خو د همدې قانون د حکم له مخې څارنوالي حق لري چې تر ۱۵ ورځو د نورو څېړنو لپاره تورن کس دوسیه وساتي، چې یو ځل تمدیدای هم شي خو د ترهګریزو پېښو اړوند دوسیه کې څارنوالي حق لري چې له محکمې د دې مودې د غځولو لپاره درې ځله غوښتنه وکړي.
دې سره لویه څارنوالي د ترهګریزو پېښو اړوند دوسیې محکمې ته له سپارلو وړاندې تر ۷۵ ورځو پورې ساتلی شي.


















